افغان لوبډله په درې اړخیز سیریز کې بنګله دېش او زیمبابوۍ سره مخ کېږي

نصرت الله عمرزی

د افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د شل اوریزو سیالیو درې اړخیز سیریز ترسره کیږي. ټاکل شوې دغه درې اړخیز سیریز د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به په دې سیریز کې خپله لومړۍ لوبه له د سپتمبر په ۱۴مه نېټه له زیمبابوۍ سره، په ۱۵مه او ۱۸مه له بنګله دېش سره او په شلمه نېټه به بیا له زیمبابوۍ سره مخ شي.

افغان لوبډله اوس انګلستان کې په ۵۰ اوریز نړیوال جام بوخته ده او ترسره کړې اووه لوبې یې بایللي او د شنبې په ورځ به له پاکستان سره خپله اتمه لوبه ترسره کړي.