د بنګله دېش راج زورور و؛ په پنځم ځل یې هم افغان لوبډله ماته کړه

د روان ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام یو ورځنېو سیالېو په لړ کې افغانستان د بنګله دېش په وړاندې ولوبېد، چې بنګله دېش لوبډلې په خورا ښې لوبې ترسره کولو وکولای شول؛ څو افغان ملي لوبډله ماته کړي. د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شکیب الحسن وایي‌ کله چې افغانستان پچه وګټله او د باولینګ پرېکړه یې وکړه،‌ هغه حیران شو. په دې سیالۍ کې نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. ۵۱ منډې یې وکړې او د افغانستان پنځه لوبغاړي یې هم وسوځول، په دې سیالۍ کې د نوموړي رول ډېر مهم او ارزښتناک و.

هغه له لوبې ورسته په خبري کنفرانس کې وویل: ( موږ ډاډه نه و چې افغانستان به ماتوو. هغوی یوه خطرناکه لوبډله ده). هغه وویل چې د ټاس له ګټلو وروسته د افغانستان په پرېکړې حیران شو خو زیاته یې کړه چې د هرې لوبډلې خپل پلان وي او په خپل بریالي پلان یې وکولای شول، څو خپله لوبډله موخې ته ورسوي.

وايي په دغه میدان باندې لوبه شوې وه او افغانستان ورسره بلد و. شکیب الحسن وویل چې دوی په ذهن کې د۲۴۰ منډو هدف نیولی و. یاده دې وي چې دا پنځم ځل و، چې بنګله دېش په یوې ورځنیو لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکوي.