افغان الف لوبډله له بنګله دېش سره وروستۍ لوبه کوي

نصرت الله عمرزی

د افغانستان او بنګله دېش الف کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیریز وروستۍ لوبه دوشنبه سهار اته بجې پېلیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په دې سیریز کې دوه لوبې افغانستان، یوه بنګله دېش ګټلي او یوه لوبه یې بې نتیجې شوې ده.

که وروستۍ لوبه افغان لوبډله وګټي د سیریز اتله به شي؛ خو که بنګله دېش یې وګټي سیریز به دوه په دوه مساوي شي.

افغان الف لوبډله د بنګله دېش په کوربتوب د یو ورځنېو سیالېو په لړۍ کې خورا ښې او د پام وړ لاسته راوړنې خپلې کړې او د ډېرو هغو لوبغاړو وړتیاوې هم پکې ثابتې شوې چې له دې وړاندې یې پټې ساتلې وې.