د افغان لوبډلې ضعف ښکاره دی

استاد عبدالله حسرت وايي: په کرکټ او د ملي ټیم پر لوبو مې تبصره نه کوله خو مجبور شوم

په کوم پيچ چې د بنګله دېش شکېب الحسن د پنځوسیزې تر څنګ په یوازې ځان پنځه لوبغاړي سوزوي؛ په هماغه لوبغالي راشد خان نه یوازې خپله وکټه مخالف ټیم ته ډالۍ کوي، بلکې د زیاتو منډو له ورکولو سره سره هیڅ وېکټ نه ترلاسه کوي. دا یوازې یو تصادف ځکه نشو بللای چې کیسه تر ننۍ لوبې محدوده نده.
کرکټ بورډ باید په ټول نړیوال جام کې د راشد او ځینو نورو لوبغاړو خورا عادي او کمزورې کارکردګي د یوې ځانګړې څېړنیزې کمېټې لخوا وپلټي.
ما ته خو د ټيم د څو لوبغاړو د لوبې له انداز څخه د شخصي عقدو او ډلبازۍ لپاره د ملت د هيلو او ګټو اور ته د نیولو بوی راځي.
نوټ: راشد د بګ باش په ډالري لیګ کې د استرالیا غوندې په تېزو پیچونو د غوره توپ اچوونکي او آلراونډر په توګه په وار وار ځلېدلی دی.