پینځه هغه ریکارډونه چې افغان لوبډلې او لوبغاړو یې جوړ کړي دي

ثناګل ګلزار

۱.  افغانستان تر ټولو زیاتې شل اوریزې لوبې په پرلپسې توګه ګټلي، چې دا ریکارډ افغانستان په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې د ۱۱ پرلپسې بریاو سره ترلاسه کړی دی.

.  راشد خان په نړۍ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د خپلې لوبډلې کپتان شو.

۳.  راشد خان تر تولو مخکښ لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځولي. دا د کرکټ تاریخ کې د ویکټو تر ټولو تیزه سلیزه ده.

۴.  راشد خان په نړیوال کرکټ کې د اتلانو په نوملړ کې یواځينی ځوان لیګ سپنر دی چې په کمه موده کې یې د کرکټ ټولو فارمټونو کې کمال وښود او په ډېر کم وخت کې چې یوازې د ۱۹ کالو او ۱۸۶ ورځو وو چې نړېوال ریکارډ یې جوړ کړ، (تر ټولو یې ژر ۱۰۰ ویکټې) پوره کړې.

۵. همدا ډول مجيب الرحمان یواځینی هغه لوبغاړی چې په ۲۱مه پيړۍ کې زیږدلی دی او په نړېوال کرکټ ښه وپیژندل شو. مجیب په ۲۰۱۷ کال خپله لومړنۍ نړېواله لوبه ترسره کړه.
مجيب هغه ځوان دی چې یوازې ۱۶ کاله او ۳۲۵ ورځی وو چی په یو ورځني لوبه کې د زمبابوی خلاف د ۵ لوبغاړو په سوځولو سره ریکارډ جوړ کړ.