د پاکستان ټيسټ کرکټ روانه سیالۍ په کومه حال کې ده؟

تاند

سنچورين  کرکټ لوبغالي کې روانه لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په لومړي اننګز کې په ۱۸۱ منډو وسوځېدل.

په سنچورين کې روانه سیالۍ د لومړۍ ورځې په پای ته رسېدو پورې جنوبي افریقا ټیسټ لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ښو منډو ته پرېنښودل او په ۱۸۱ منډو یې ورته ټول لوبغاړي ډریسینګ روم ته رخصت کړل.

پاکستان لخوا شاهين آفريدي او محمد عامر دوه دوه، ولي حسن علي يو لوبغاړی اوټ کړل۔ د پاکستان لخوا بابر اعظم تر ټولو نه زيات يو اوويا منډې جوړې کړې۔ ۔

هېره دې نه وي چې د همدې دواړو لوبډلو تر مېنځ به دوهمه ټیسټ سیالۍ د د راتلونکې کال د جنورۍ میاشتې په ۳مه او وروستۍ ټيسټ سیالۍ به د د جنورۍ په ۱۱مه نېټه ترسره شي.

پاتې دې نه وي چې د ټيسټ سیالېو له لوبلړ وروسته د پاکستان او جنوبي افريقا لوبډلې ۵ یو ورځنۍ سیالۍ هم په پام کې لري او له دې سیالېو وروسته ۳ شل اوریزې سیالۍ هم لري.