یوشمېر افغانان له پاکستان سره په اوس وخت کې د کرکټ سیالۍ نامناسبې بولي

تاند – د ټولنیزو رسنیو فعالانو د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د پاکستان کرکټ لوبډلې سره په دې وخت کې سیالي د افغانستان لپاره سپکاوی ګڼلی دی.

د ټولنیزو رسنیو فعال او لیکوال عبدالله پیکار د افغانستان او پاکستان د کرکټ د مدیرانو د مدیرانو تر منځ وروستۍ هوکړه یوه دسیسه ګڼي او لیکي، چې له پاکستان سره دافغان کرکټ لوبډلې سیالي به افغانستان له شته عزت نه هم خلاص کړي.

ښاغلی پیکار لیکي، «کرکټ یوازې بیټ، بال او بازي نه بلکې د سوداګرۍ ترڅنګ فعال سیاست هم دی، که چیرې افغان کرکټ لوبډله له دښمن پاکستان سره دا وړ لوبه کوي نو بې له شکه چې دوست هندوستان به خفه شي. افغان کرکټ بورډ چې خپله لوبډله لاهور ته بیايي نو نړۍ ته ښيي چې پاکستان امن، سوکاله او باعزته هیواد دی په داسې حال کې چې له شدیدې انزوا سره مخ اوله یوه سره یو بې عزته هیواد دی.»

نوموړی زیاتوي، چې افغانان باید نړۍ ته د پاکستان حقیقي ترورستي څیره معرفي کړي نه دا چې دپاکستان پر وړاندې دا سې یو ذلت ومني چې دوی ورسره په لاهور کې لوبه کوي خو پاکستانیان په دوبۍ کې میلمانه کوي. افغان کرکټ بورډ باید په فوري ډول دداسې خطرناکې دسیسې مخه ډب کړي. افغان ځوان نسل باید دداسې احمقانه اقدام مخنیوی وکړي او نړۍ ته وښيي چې موږ له دښمن پاکستان څخه کرکه لرو ځکه پاکستان هره ورځ زموږ انسانان قتلوي. موږ ته کرکټ نه عزت په کار دی.

شاعر او ژورنالست نورولي خان سعید شینواری چې په ټولنیزو رسنیو پراخ فعالیت کوي، لیکي، «افغانستان دا دوه نیم کاله نه ګېرېده، نه ګېرېده، کړپ چې د کرکټ په دام یې راګېر کړ. پاکستان له هند سره هم له دې تاکتیکه ډېر کار اخیستی، حتی مېچونه یې ورته مصلحتا بایللي دي. اسلام، کرکټ، تبلیغ، خبریالان دا هر څه د پاکستان کونډې او د راګېرولو اسباب دي.»

نوموړی یادونه کوي چې پاکستان په نړۍ کې په بېلابېلو ډګرونو کې ماتې خوړلې ده او په کار دی چې دغسې حال کې پرېښودل شي خو اشاره کوي چې کرکټ نه پخپله پوهېږي او نه د بل اوري. ښاغلی شینواری لیکي، «کرکټ بورډ ته به څوک ووایي چې پاکستان د کرکټ نړیوال دریځ هم بایللی او اوس به له پي سي ایل وروسته ستاسو له برکته یو بل سټېپ دې ستیژ ته بېرته ورنږدې شي؟ په یاد ولرئ کومه ورځ چې موږ پاکستان سره لوبه کوو، له هغې یوه ورځ وړاندې یا په هماغه ورځ او یا یوه ورځ وروسته به افغانان د پاکستان یوه بمي ډالۍ هم ترلاسه کوي، بلکې پرون مو له توافق سره سمه خوست کې ترلاسه هم کړه. که زموږ کرکټ بورډ د ملت د زړونو ترجمان وي نو ملت کله ویلي چې موږ له پاکستان سره له نړیوال مهالویش پرته نورې لوبې غواړو؟؟؟»

یوه بل فعال حبیب شاه سایل د امریکا متحده ایالاتو کې د یوه مېشت فعال ډاکټر هېوادجان همت د فیسبوک پست بیا خپور کړی او لیکي چې په دغه تړون سره د افغانستان کرکټ د آی اېس آی په لومه کې ولوېد.

ښاغلي همت لیکلي، «دا چې دا مهال پاکستان د ذوال او ذلالت اخیري پړاونو څخه تیریږي او سخت نړیوال فشار لاندې دی . نو اوس لکه اوبو اخیستۍ هر څه ته لاس اچوي . ای ایس ای چې کله د امریکا نوي ادارې په اینه کې خپل لا منزوي کیدل ولیدل. نو سم د لاسه یې تیره میاشت په یوه اونۍ کې ډول ډول استازي کابل ته راوستول . خو یوه یې هم څه لاس ته رانه وړل . د ریاض په تازه غونډه کې لا نور هم ذلیله او د انزوا پر لور یې یو بل پیاوړی قدم وړاندې واخیست . بس نو اوس خپل اخیرنی چال ازمايي. دوی پوهیږي چې افغان ولس د خپلو کریکټ اتلانو سره بې دریغه مینه لري نو اوس دوی غواړي چې له همدې طریقه خپل هدف ته ځانونه ورسوي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *