هند افغانستان تر پاکستان خطرناک بولي خو بنګله دېش وايي، ټیم یې ترې ښه دی

تاند- په داسې حال کې چې د هند د کرکټ د لوبډلې روزونکی وايي، چې افغانستان د دوی لپاره احتمالاً تر پاکستان لوی خطر دی، د بنګله دېش د ملي لوبډلې تر ټولو تکړه لوبغاړی وايي چې ټیم یې تر افغانستان ښه دی او د تېرې ماتې بدل به واخلي.

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او بنګله دېش او د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ د څلور غوره یا سوپر فور په سیالیو کې سره مخامخ شي.

هند او پاکستان خپلې لومړۍ مسابقې ګټلي دي. هند بنګله دېش ته په ډېر توپیر خو پاکستان افغانستان ته په خورا لږ توپیر ماتې ورکړه.

د هند د A او ۱۹ کلنو لوبډلو روزونکی راهول دراوید، چې پخوا د هند د ملي لوبډلې کیپتان و، باور لري چې د اسیا کپ په روانو سیالیو کې د هند لپاره تر پاکستان ممکن افغانستان خطرناک ثابت شي.

ده وویل، هندي لوبغاړي چې د اتلولۍ دفاع کوي، باید د اصغر ستانکزي تر کیپتانۍ لاندې لوبغاړو څخه زیاته اندېښنه ولري.

هند د جمعې په ورځ بنګله دېش ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړه خو افغانستان له بنګله دېش څخه په ۱۳۶ منډو ګټلې وه.

ډراوید وايي چې هندیان باید یوازې پر پاکستان تمرکز ونه کړي ځکه چې افغانستان د بنګله دېش ترڅنګ سریلانکا ته هم «شرموونکې» ماتې ورکړې ده.

ده په عین حال کې وویل چې دا احتمال هم شته چې بنګله دېش پایلوبې ته ووځي.

د بنګله دېش ال راونډر لوبغاړی شکېب الحسن وايي چې لوبډله به یې نن /یکشنبه/ له افغانستان څخه د تېرې مسابقې د ماتې بدل واخلي.

شکېب الحسن باور لري چې لوبډله یې دومره لیاقت لري چې نننۍ مسابقه له افغانستانه وګټي ځکه چې د ده په وینا بنګالي لوبغاړي تر افغان هغو زیاته تجربه لري.

ده ومنله چې د افغانستان ټیم ډېر غښتلی دی خو ویې ویل چې د بنګله دیشي لوبغاړو تجربه ډېره ده.

د بنګله دېش او افغانستان نننۍ مسابقه د دواړو لپاره ډېره مهمه ده ځکه چې بایلونکی یې پایلوبې ته د وتلو چانس یومخ له لاسه ورکوي. دواړه ټیمونه یوه – یوه ماتې لري.