حاجي عزیزالله فضلي او د کرکټ په برخه کې یې کړي خدمتونه

محمد رحیم
له هغه ورځې، چې زه عزیزالله فضلي پیژنم، نوموړی تل د کرکټ په برخه کې نه ستړي کېدونکي خدمات ترسره کړي او ددې ترڅنګ محترم فضلي یو دروند، وطندوست، مینه ناک، غښتلی او باجرائته ځوان دی.
نوموړی په پیل کې د مرکزي بندي امیر زون عمومي مسؤول و، چې په خپل وخت کې د زون مربوط ټولو ولایاتو ته سفرونه کړي او تل یې د دې ولایتونو ستونزو ته رسیده ګي کړې او له مرکزي ادارې یې ورته لازم سهولتونه برابر کړي.
نوموړي په خپل دې ماموریت کې څو ځله دهېواد په کچه د زون او ولایتونو سیالۍ د بند امیر زون په ګټه د خپلو غښتلیو لوبغاړو په مټ سرته رسولې.
فضلي اولنی کس و ،چې دهېواد په کچه یې یو لوی تجار دې ته اماده کړ، چې یو شخصي لوبغالی جوړ او د ورزشکارانو په خدمت کې یې پرانیزي.
هغه لوبغالی په مرکز کابل کې شتون لري ،چې د زرملوال په نوم یادیږي او یاد تجار د ملیونونو افغانیو په ځمکه دا لوبغالی جوړ او اوس مهال ترې لوبغاړي استفاده کوي، چې له دې وړاندې زموږ د هېواد د مختلفو ولایتونو لوبغاړي پاکستان ته د لوبو له پاره تلل، ځکه چې دلته داسې معیاري لوبغالی موجود نه و، چې لوبغاړي دې پکې خپلې لوبې ترسره کړي.
همدا ډول فضلي د یاد لوبغالي ترڅنګ یوه معیاري اکیډمي هم جوړه کړه، چې اوس مهال پکې په لسګونو لوبغاړي خپل معیاري تمرینات د باتجربه روزونو کې تر نظارت لاندې ترسره کوي او له دې اکیډمۍ څخه دهېواد مختلفو لوبډلو ته په تول برابر لوبغاړي ورکړل شوي.
فضلي ددې ترڅنګ د کرکټ بورډ په داخل کې نورې لویې دندې هم ترسره کړې ،چې د ادرې دمرستیال ، مشاور او همدا ډول فضلي اولنی کس و ،چې دهېواد په داخل کې درمضان کپ شپنۍ لوبې په زرموال لوبغالي کې څو ځله ترسره کړې.
نوموړي د خپل ماموریت په دوران کې د افغانستان مختلفو ولایتونو ته د وظیفې مربوط سفرونه ترسره کړي، چې یاد سفرونه یې ټول بریالي او موثر ثابت شوي او په نتیجه کې یې ډیر ولایتونه له معیاري اکیډمیانو برخمنې شوې او اوس مهال لوبغاړي ترې استفاده کوي.
دا چې اوس محترم فضلي ته د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتوب ورله غاړې شوی، زه نوموړی یو موثر او په کار پوه شخص بولم، ځکه چې له تېرې یوې نیمې لسیزې د کرکټ بورډ له ټولو کارونو، له ټولو لوبغاړو، له ټولو اداري کارکوونکو او په ولایتونو کې د کرکټ له روان بهیر سره نیږدې پاتې شوی.
نو د ګران هېواد افغانستان له ټولو په کرکټ مینو لوبغاړو او مینه والو په خورا درنښت هېله کوم چې نوموړي ته په ورسپارل شوې دنده کې بریالیتوب او موفقیت دعاګانې وکړي، څو مو د کرکټ روان بهیر نور هم غني شي.
په ګران هېواد کې دتل پاتې سولې او دکرکټ دلاپرمختیا په هیله.