کابل: د کرکټ ولایتي ټورنمنټ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې تمه ده د کرکټ تورنمنټ “ګرید ون” په کابل کې ترسره شي.

د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې له لسو ولایتونو څخه لوبغاړي ګډون کوي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه چې له سیالیو څخه مخکې “ګرید ۲ یا دوهمه درجه” سیالۍ د ۲۴ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې وې.

د فضلي په خبره دغه سیالۍ د آپریل په ۲۹ پیلیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *