د ولايت په کچه د کرکټ ټورنمنټ جوړولو طرحه

فياض حميد –

لکه څرنګه چې مو په تېره ليکنه (کورنی کرکټ څنګه پیاوړی کړو؟) کې يادونه کړې وه چې کورنی کرکټ د يو هېواد د ملا تير وي، که چېرې د ملا تير پياوړی وي، نو دقيقاً چې تنه او نورې اعضاوې به يې هم پياوړې وي او د زوال سره به مخ نه وي، خو که د ملا تير پياوړی او جوړ نه وي، نو هرو مرو به د بدن ډېرې اعضاوې فلج او يا هم له کمزورتيا سره مخ وي. کورنی کرکټ يوازې د هېواد په کچه په ليګونو او ټورنمينټونو نه پياوړی کېږي، بلکې په ولاياتو کې د کرکټ پراخولو او کرکټ ته د ودې ورکولو اړتيا ده، ځکه د هېواد په کچه د کرکټ  ليګ کې محدود لوبغاړي لوبېږي، هر لوبغاړي ته په کې موقع نه ورکول کېږي، نو د ولايت په کچه د لوبغاړو تر منځ هر کال يا هرو شپږو مياشتو کې يو ټورنمنټ چې له مسلکي، تخنيکي او مدیريتي پلوه پياوړی وي، ډېر ګټور دی.

زموږ په هېواد کې په ګڼ شمېر ولايتونو کې د کرکټ ټورنمنټونه په لاره اچول کېږي، خو کمزوری مديريت ددې لامل کېږي چې ياد ټورنمنټ لوبغاړو او افغان کرکټ ته ګټه نه رسوي، ددې لپاره چې دا ټورنمنټونه په مسلکي او تخنيکي ډول ترسره او ښه مديريت يې وشي، يوې طرحې ته اړتيا ده، دلته پرې يوه هڅه کوو، هيله ده بريالۍ وي.

۱- د لوبغاړو ګروپ بندي:

په دې خاطر چې د کرکټ ټورنمنټ ډېر اغېزمن او ګټور وي، نو د کرکټ ولايتي مسول له لوري دې د کرکټ بورډ په همغږۍ په لاره واچول شي. لومړی دې د ټول ولايت د لوبغاړو نوملړ چمتو کړای شي، بیا دې دغه نوملړ په درې ګروپونو (A,B,C) ووېشل شي، لوبغاړي دې د تجربې او پياوړتيا له مخې په (a,b,c) ګروپونو کې واچول شي، يعنې د ولايت منتخبې لوبډلې لوبغاړي او ځينې نور تجربه کار او پخواني لوبغاړي دې (a)، ورپسې د ولايت د (۱۹) کلنو، (۱۶) کلنو او (۱۵) کلنو لوبغاړي دې په (b) او په وروستي (c) ګروپ کې دې هغه لوبغاړي واچول شي چې له ولسواليو څخه راغلي وي او د نورو په پرتله يې کرکټ کم کړی وي او د وړتيا په اړه يې چاته مالومات هم نه وي.

۲- د لوبډلو لپاره د لوبډلمشرانو ټاکنه:

د ولايت د کرکټ مسول دې له پنځو مسلکي او په کرکټ پوه کسانو څخه يوه پنځه کسيزه کمېټه جوړه کړي، چې په دې کمېټه کې له منتخبو ولايتي لوبغاړو يا هم د کرکټ بورډ له ځينو مسؤلينو څخه ګټه اخيستلی شي،مخکې له دې چې ياده کمېټه د لوبډلو لپاره لوبډلمشران وټاکي، د لوبډلو لپاره دې نومونه غوره کړي، چې د لوبډلو نومونه بايد معنی ورکوونکي، ښکلي او يا دې هم د اړوند ولايت د فرهنګي شخصيتونو او ميراثونو له نومونو څخه ګټه واخيستل شي. تر نومونو ټاکلو وروسته دې ياده کمېټه د (a) ګروپ لوبغاړو ترمنځ رايه اچونه وکړي، چې کوم لوبغاړي د ټورنمنټ لپاره د لوبډلو د لوبډلمشرۍ مسوليت په ښه ډول پر مخ وړلی شي او له هغوی دې د شپږو (د اړتيا سره سم) لوبډلمشرانو نومونه جلا کړي. ورسره دې د هرې لوبډلې لپاره مدير، روزونکی او نور اړوند کسان هم وټاکل شي.

۳- د لوبډلو جوړول:

که لومړۍ مرحله (د لوبغاړو ګروپ بندي) مو په سم ډول ترسره کړې وي، نو درېيم پړاو چې د لوبډلو جوړول دي، درته ډېر اسانه کېږي، که د هغې پړاو له مخې مو لوبغاړي په درې  ګروپونو (a,b,c) وېشلي وي، نو په هر ګروپ کې بيا لوبغاړي د مسلک له مخې جلا کړئ، لکه: (الف- توپوهونکي، ب-توپ اچوونکي، ج- الراونډران د-سپېنران). کله چې تاسو د (a)، (b) او (c) ګروپونو لوبغاړي د مسلک له پلوه په پورتنيو برخو وويشئ، نو بيا کولای شئ چې د لوبډلو نوملړ په اسان ډول جوړ کړئ. لومړی د (a) ګروپ توپوهونکي د پچه اچونې له مخې په مساوي ډول وېشئ، بيا يې توپ اچوونکي، ورپسې الراونډران او په اخره کې يې سپېنران په ورته ډول د پچې اچونې له مخې په لوبډلو وېشئ. څرنګه چې مو د (a) ګروپ لوبغاړي په منظم ډول په لوبډلو ووېشل همدغه ډول د پاتې (b) او (c) ګروپونو لوبغاړي هم وويشئ. د لوبډلو شمېر لوبغاړو ته په کتو جوړ کړئ، که لوبغاړي مو ډېر درلودل، نو د لوبډلو شمېر ورته اضافه کړئ، که لوبغاړو کمښت کاوه، نو کولای شئ لوبډلې کمې جوړې کړئ.

۴- ټورنمنټ او لوبډلې مو وپلورئ:

دا به ډېره ګټوره وي چې ټول ليګ  يا ټورنمنټ  ته يو سپانسر يا تمويلوونکی پيدا شي او نوم يې پر هغوی وپلورل شي، همدا ډول هره لوبډله پر يوه سيمه ييز سوداګر يا کوم سوداګريز شرکت وپلورل شي، پوهېږم دا کار يو کاري ټيم او هلو ځلو ته اړتيا لري، کوم چې د کرکټ ولايتي مسولين په يوازې ځان نه شي کولای، نو حل لاره يې داده چې  د کرکټ ولايتي مسولين دې د بازار موندنې يو ټيم جوړ کړي او دوی ته دې په بازار موندنه کې د فيصدۍ لالچ ورکړي، چې؛ که تاسو لوبډلو يا ټورنمنټ ته هر څومره پيسې او تمويلوونکي راپيدا کوئ، د همغو پيسو لس، شل يا هم د جوړ جاړي له مخې فيصدي به تاسو ته درکول کېږي.

۵- د سياليو پر کتو ټکټ ولګوئ:

که سټيډيوم او يا هم لوبغالی لرئ او ددې امکانات وي چې تاسو په منظم ډول ننداره چيان لوبغالي ته ننباسئ، نو کولای شئ چې د سياليو پر نندارچيانو (ټکټ) ولګوئ، دا مهمه نه ده چې د ټکټ بيه څو ده، مهمه دا ده چې د ټکټ پر لګولو يو نظم رامنځته کېږي، ددې سربېره د سياليو په منځ کې ورځني لګښتونه مو له همدې لارې پوره کېدلای شي.

۶- د سياليو ريکارډ ساتل:

د سياليو تر پيلېدو د مخه يو د ريکارډ ساتلو په موخه يو ځانګړی کتاب او په کمپيوټر کې فايل جوړ کړئ، د سياليو په بهير کې ريکارډ په ځانګړي شوي کتاب کې ورسوئ او بيا وروسته دغه ريکارډ په کمپيوټر کې ثبت کړئ، بله ورځ تاسو په اسانۍ کولای شئ چې د ايميل له لاري يې په مرکزي دفتر کې د کورني کرکټ مسول ته واستوئ. که تاسو په منظم ډول ريکارډ له ځان سره وساتئ، نو يو خو دا کار ستاسې د ښه مديريت نښه ده، بل دا چې په راتلونکي کې کولای شئ، د خپل ولايت منتخبې لوبډلې په اسانه جوړې کړئ.

که دغه طرحه عملي کېږي، نو مالومه خبره ده چې ستونزې به ډېرې وي، امکاناتو ته به اړتيا پېښېږي، خو که دغه ډول ټورنمنټونه په ولاياتو کې ترسره شي، نو جوته ده چې پايله به يې ډېره مثبته او ګټوره وي، دلته د کرکټ بورډ همکارۍ ته هم اړتيا شته، دا چې کرکټ بورډ هم د ولايتي کرکټ په پرمختګ او پياوړتيا کې رول لوبولی وي، بايد لاندې برخو کې خپله مرسته او همکاري وکړي.

۷- د کرکټ بورډ همکاري:

دا د کرکټ بورډ لپاره ډېره د وياړ خبره ده چې د کرکټ يو ولايتي استازی يې د کرکټ د پرمختګ او پياوړتيا لپاره دومره زيار وباسي. کرکټ بورډ دې د خپل استازي سره د لوبغاړو او لوبډلو لپاره د لباسونو په چمتو کولو کې مرسته وکړي، چې ټولو لوبډلو ته رسمي لباسونه ولېږدوي. بل دې د ياد ولايت څخه څو روزونکي، لوبڅاران او ريفري په رسمي ډول دغې سياليو ته وروپېژني. که دا کار وکړي، نو د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ يې يوه ګټه دا هم ده چې د ولايت په کچه به ځينې روزونکي، لوبڅاران او ريفري وروزل شي. بله ورځ کولای شي، دوی ته ورکشاپونه په لاره واچوي او مسلکي روزونکي، لوبڅاران او ريفري شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *