د هند د نجونو د کرکټ ټیم ریکارډ

خبریال: فضل رحیم رحیمي-: د هندوستان ښځینه وو کرکت لوبډلې د ایرلینډ د ښځو د کرکت پر لوبډلې نړیوال ریکارډج جوړ کړ.

 د هندوستان ښځینو کرکټ لوبغاړو په اوپننګ کې د ۳۲۰ منډو جوړولو نړیوال ریکارډ ثبت کړ.

هندۍ دپتي شرما او پونم راوټ په جنوبي افریقا کې د نجونو د کرکټ په راوان څلور اړخيزه لړۍ (سیریز) کې دغه کارنامه ثبت کړه.

په دې لوبه کې دپتي (۱۰۹) او پونم شرما بیا (۱۸۸) منډې جوړې کړې.

هندي لوبډلې په ټاکليو پنځوس اورونو کې د (۳) لوبغاړو په تاوان (۳۵۸)منډې جوړې کړې.

په مقابل کې د ایرلینډ ښځینه کرکټ لوبډله ونه توانېده چې هدف ته ځان ورسوي اوپه (۲۴۹) منډو یی ماته ومنله.

د ښځینه وو په کرکټ کې د لومړي ځل لپاره په اوپنګ کې دومره غټه ملګرتیا جوړیږی.

 دا د نجونو د کرکټ په تاریخ کې  شپږمې  لوړې منډې دي چې یوه لوبډله پرې بریا خپلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *