د افغانستان د نجونو ملي لوبډله د جنوبي اسیا له سیالیو ووتله

تاند- د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم له پر له پسې دوهمې ماتې وروسته د جنوبي اسیا د فوټبال د اتلولیو له دوامه ووت.

نن /جمعه/ د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي ټیم د بنګله دېش د نجونو له لوبډلې سره مخامخ شو.

بنګالۍ لوبغاړو د لوبې په لومړۍ نیمايي کې څلور او په دوهمه کې ۲ ګولونه ووهل او په دې توګه یې افغانستان ته ۶ پر صفر ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې تر دې مخکې له هنده هم ماتې کړې وه او دوه سر پر سر ماتو له دې تورنمنټ څخه د افغان نجونو د فوټبال ټیم د وتلو سبب شو.

افغان لوبغاړو له هند سره پنځه پر یو بایللې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *