د افغانستان د فوټسال لوبډله تایلنډ ته لاړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي- د افغانستان د فوټسال ملې لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته لاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل سیدعلي کاظمي وایي چې یادې سیالۍ به د روان میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۵ یعني نن /دوشنبه/ پیل شي او افغان ملي لوبډله به پنځه پرله پسې لوبې پکې ولري.

 د نوموړي په وینا افغانستان د ثور په ۲۶مه له برونای، په ۲۷مه له مالیزیا، په ۲۸مه له عراق په ۲۹مه له کوربه ټایلنډ او په ۳۰مه له بحرین سره لوبه لري.

دغه سیالۍ به ۱۱ ورځې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *