یونس خان لومړنی پښتون لوبغاړی چې په یو سریز کې یې ۱۰ کېچونه ترلاسه کړل

خبریال: فضل رحیم رحیمي – پښتون یونس خان په ټیسټ سیریز لوبو لومړنی پاکستانی لوبغاړی شو چې په یوه لړۍ یا سیریز کې لس کېچونه ترلاسه کوي.

 د ویسټ انډيز پر وړاندی راون ټیسټ سیریز کې یونس خان د بشو کېچ په ترلاسه کول ودغه ریکارد پخپل نوم کړ.

تر دې مخکې کوم پاکستاني لوبغاړی نه و توانیدلی چې په یو سیریز کې (۱۰) لس کېچونه ترلاسه کړي.

تر یونس خان مخکې د پاکستان لپاره توفیق عمر او محمد یوسف په سیریز لوبو کې ۹ـ۹ کېچونه نیولي و.

 ۳۹ کلن یونس تراوسه پورې د پاکستان د کرکټ لوبډلې لپاره په ۱۱۷  ټېست لوبو کې (۱۰۰۴۶) منډی جوړې کړي دي.

نوموړي څو ورځې وړاندی اعلان کړی و چې د ویست انډيز پر وړاندی ټیسټ لوبه به یې د پاکستان لپاره ورورستی سیالي وي.

همداراز یې د افغانستان له کرکټ بورډ سره د قرارداد په اړه خبرې وکړې خو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ موافقه ونه کړه چې یونس خان د دغه هیواد له ملي ټیمه جلا شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *