د کریکټ نړۍ لس تر ټولو ښکلي لوبغالي

محمدالله شېرزی –

کریکټ په نړۍ د څلورو هغه غوره لوبو څخه شمېرل کیږي، چې د اتلسمې پیړۍ څخه یې پیل شویدی او د خپل اوږده او لرغوني تاریخ په لرلو سره تر ټولو ډېر لیدونکي او مینه وال لري.

فوټبال، رګبي او کریکټ هغه لوبې دي، چې د انګلستان وګړو یې اختراع وکړه او د انګلستان په هغه لویه امپراتورۍ کې چې قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده، دا لوبې عامې شوې له هغې وروسته استرالیا، نیوزېلېنډ او کرابین جزیرو ته خپرې شوې.

په اوسني وخت کې موږ درې فارمټه کریکټ لرو، ددې لوبې اصلي فارمټ یا پیل ټېسټ(ازمایښت) لوبه ده، چې د لوبغاړي شته وړتیا او کارکردګي پکې ښکاره کیږي، بیا  د ټاکلو اورونو فارمټونه رامنځته شول، چې پنځوس اوریزې لوې وې او اوس د کریکټ په نړۍ کې دریم فارمټ د شل اوریزو لوبو په نوم رامخې ته شو، چې دې فارمټ ته د حیرانونکي او لړزې (تېزې لوبې) فارمټ ویلی شو.

اوس نو موږ د نړۍ د کریکټ د لسو غوره لوبغالو(cricket grounds) ته لنډه کتنه کوو.

۱ د استرالیا میلبرون لوبغالی

Melbourne Cricket Ground (MCG)

2یو هم د نړۍ د ډېرو ښکلو کریکټ لوبغالو څخه د اسټرالیا میلبرون لوبغالی دی، کوم په لومړي ځل د ټېسټ او یو ورځېنیو دواړو لوبو د ریکارډ کوربتوب یې 1971په غاړه درلود.

د دوو نړیوالو جامونو پای لوبې پدې لوبغالي ترسره شویدي، کله چې په 1992 کال پاکستان انګلېنډ ته ورکړه او ترڅنګ یې اسټرالیا د خپل کوربتوب پرمټ نېوزېلېنډ له مخې پورته کړ.

میلبرون د نړۍ تر ټولو ستر کریکټ لوبغالی دی، چې تقریباً د 95,000 پنځه نوي زره تماشه کوونکو د ناستې وړتیا لري.

باید یاده شي، چې نوموړی لوبغالی په اسټرالیا کې د فوټبال، رګبي او کریکټ لویو سیالیو لپاره جوړ شوی و، خو اوس یواځې د کریکټ لوبې پرې ترسره کیږي.

۲ – دلارډز لندن لوبغالی 

The Lords, London, England

2د لارډز لندن لوبغالۍ په اصلي مانا سره د کریکټ د کور تر سرلیک لاندې پېژندل کیږي.

د لارډز لوبغالی تر اتلسمې پېړۍ تاریخي لرغونتوب لري، نوموړی لوبغالی د توماس لارډ (Thomas Lord) له خوا په 1814 زیږدیز کال د کریکټ د نوي ودې پر وخت ورغول شو.

د کریکټ پردې لوبیزه ځمکه (لوبغالي) باندې د نورو ګڼو سریزونو او لوبو ترڅنګ د څلورو(4) نړیوالو جامونو پای لوبې ترسره شویدي او دا هغه لوبغالی دی، چې د کریکټ د لوبې هر لیدونکی او تماشه کوونکی دا هیله او غوښتنه لري، چې په خپل عمر کې خو یوځل هرومرو ددې نړیوال تاریخي لوبغالي نه له نږدې لیدنه وکړي.

۳- د سېډني لوبغالی

Sydney Cricket Ground – Australia

2د اسټرالیا د سېډني مشهور لوبغالي ته SCG لوبغالي نه هم ویل کیږي. دا لوبغالی هم د اسټرالیا هېواد د څو ډوله لوبو سبک لرونکو لوبغالو څخه شمېرل کیږي.

په عمومي ډول د کریکټ د هغه نړیوالو لوبو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي، چې اسټرالیا یې کوربتوب پرغاړه لري او عموماً په اسټرالیا کې د نوي کال د ورځې او تېسټ لوبو د نمانځنې لوبغال دی.

په دې لوبغالي د اسټرالیا نورې مشهورې لوبې لکه  فوټبال او رګبي هم ترسره کېږي او په دې وروستيو کې د 2015 کال پنځوس اوریز کرکټ د نړيوال جام سياليو نيمه کوربه و.

۴- هیماچل پردېش لوبغالی

Himachal Pradesh Stadium (India)

2امکان لري، چې په تاریخ کې د هندوستان دغه سیمه په بل دلیل سره نه وي یاده شوي، خو لیکن د هیماچل پردېش (Himachal Pradesh) دغه ځانګړی لوبغالی د کریکټ د یوې مشهورې منظرې په توګه غوره ښکلا او موقف لري.

د کریکټ دغه لوبغالی په 2003 کال کې ورغول شو، چې (4780) فوټه او(2) اینچه ارتفاع (جګوالۍ) لري او په هندوستان کې د یوه رنګین لوبغالي په توګه پېژندل کیږي، سره ددې چې د نورو لوبغالو غوندو ستر ندی.

پدې لوبغالي باندې د بیا ځل لپاره لومړۍ نړیواله پنځوس اوریزه (ODI) لوبه په (2013) زیږدیز کال هغه مهال ترسره شوه، چې انګلېند انډیا ته د لوبو په سفر راغی.

پاکستان هم په اواخرو کې په درمشاله (Dharamshala) کریکټ لوبغالي باندې د کریکټ نړیوال شل اوریز(T20) جام لوبې پریکړه وکړي.

۵ – د اووال لوبغالی

The Oval, London

2د اووال لوبغالی چې لندن په کنزینگتون (kensington) کې موقیعت لري، په 1845 زیږدیز کال رغول شویدی.

د اووال کریکټ لوبغالی په لومړي ځل د انګلېنډ او اسټرالیا د ټېسټ لوبې کوربه و او همداشان په لوموړي وار پدې لوبغالي باندې د فوټبال  FAجام پای لوبه ترسره شوه.

د واکسهال ټیوب (Vauxhall Tube) تم ځای هم، چې د انګلیسي کور او شهرستان بلل کیږي، نوموړي لوبغالي ته نږدې موقیعت لري.

د اووال لوبغالی همدارنګه د فوټبال په برخه کې هم په لومړي ځل (1876)   زیږدیز کال د انګلېنډ او سکاټلېنډ ترمنځ د کوربتوب اعزاز له ځان سره لري.

۶ – اېډېن پارک لوبغالی

Eden Park Auckland – New Zealand

2ایډېن پارک لوبغالی په نیوزېلېنډ کې تر ټولو لوی سپورتي لوبغالی ګڼل کیږي، چې پدې لوبغالي باندې د نیوزېلېنډ د کریکټ او رګبي ملي لوبډلې خپلې لوبې ترسره کوي او د نورو لوبډلو کوربتوب مني.

ایډېن پارک نړیوال لوبغالی په ژمي کې د رګبي او د اوړي په نسبتاً ګرم موسم کې د کریکټ کور بلل کیږي او پدې موسمونو کې پرې لوبې ترسره کیږي.

دې لوبغالي تر دې دمه د رګبي لوبې د دوو نړیوال جام پای لوبو کوربتوب کړی. ددې ترڅنګ د کریکټ نړۍ لیوني مینه وال که پدې لوبغالي باندې له لوبې خوند اخلي، خو بلې خواته یې له لنډو پولو (بونډریو) تل شکایت کوي.

دلته نو زیاتره د کریکټ تیزې او لوی هدف ورکوونکي لوبې ترسره کیږي، چې له خوند او هیجانه ډکې وي.

۷- د وانډررز جانسبورګ لوبغالی

The Wanderers, Johannesburg – South Africa

2دا لوبغالی د جنوبي افریقا له مهمو لوبغالو څخه شمېرل کیږي، چې په 1956 کال جوړ شوی و، خو هر کله چې د جنوبي افریقا د کریکټ ملي لوبډله په نړیوال کریکټ (Full member ship) کې شامله شوه، نو په 1991 زیږدیز کاله د دویم ځل لپاره په اساسي ډول ورغول شو.

وانډررز لوبغالي د زیاتره نړیوالو لوبو کوربتوب پرځان منلی دی او په حقیقت کې په عمومي ډول د جنوبي افریقا د کریکټ کور هم ورته ویلی شو.

د وانډررز پر لوبغالي باندې د 2003 نړیوال جام پای لوبه ترسره شوه، چې اسټرالیا وکولی شول انډيا ته لوبډلې ته ماته  ورکړي او نړیوال جام په خپل نوم کړي.

همداشان په نوموړي لوبغالي باندې د 2007 کال شل اوریز کریکټ جام پای لوبه د انډیا او پاکستان ترمنځ پرې ترسره شوه.

۸- د واکا پارت لوبغالی

The WACA, Perth – Australia

2دا نوم (WACA) د (Western Australian Cricket Association) څخه اخیستل شوی، کوم چې پدې پورې اړه لري او فعالیت ته پرې ادامه ورکوي.

په اسټرالیا کې د نورو لویو کریکټ لوبغالو برخلاف (واکا) باندې یواځې د لومړۍ درجې ټېسټ لوبې ترسره کیږي او له 1970 کال راهیسې د نړیوالو لوبډلو کوربتوب کوي.

پدې دلیل سره چې سمندر ته نږدې پروت دی او د هغه جوړښت له مخې چې سمندري باد له دې میدانه تېرېدنه کوي، نو پر لوبغالي باندې پرخه (Dew) راوړي او د کریکټ د تېزو ویکټو څخه ګڼل کیږي، چې “Pacers paradise”. لخوا جوړیږي.

۹- نیولېنډ لوبغالی

Newlands Ground, Cape Town, South Africa

2نیولېنډز لوبغالی په پراخه پیمانه د نړۍ د سترو او ډېرو ښکلو لوبغالو څخه بلل کیږي.

نیولېنډز لوبغالی د جنوبي افریقا د هغه مشهورو او زړه وړونکو غرونو په زړه کې پروت دی، چې د غرونو د جدول (Table Mountain) او شیطاني خولۍ (Devil’s Peak) په نومونو پېژندل کیږي.

د جنوبي افریقا کریکټ لوبډلې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه په 1889 کال د انګلېنډ خلاف پدې لوبغالي باندې ترسره کړه.

۱۰- ایډېن ګارډېنز لوبغالی

Eden Gardens, Kolkata India

2د نړۍ د ډېرو یادګاري لوبغالو له کتاره یو هم دا هندي لوبغالی دی. نوموړی لوبغالی په ټوله نړۍ کې د اسټرالیا د میلبرون لوبغالي وروسته دویم لوبغالی دی، چې تر نوي زره (90,000) پورې تماشه کوونکو د ځایونې او لوبې لیدنې اسانتیا لري.

ایډېن ګارډېنز لوبغالی د نړیوالو لوبډلو د ټېسټ او یو ورځینیو لوبو کوربتوب کوي او ددې سره – سره د انډیا په مشهورو کورنيو تجارتي لوبو(IPL) کې چې د (Kolkata Knight Riders) لوبډلې کور هم بلل کیږي، له ستخې ګڼې ګوڼې او جذابیت نه ډک وي.

نوموړی لوبغالی په 1864 کال له سره ورغول شو، له 1934 راهیسې د تېسټ لوبو او 1987 کال راپدیخوا تر دمګړۍ د یو ورځېنیو لوبو کوربتوب کوي.

پدې لوبغالي باندې شپږ د کریکټ داسې بیلا بېلې لوبې ترسره شویدي، چې د لیدونکو او ګډونوالو شمېر یې پر یو مهال لوبغالي کې له یو لک (100,000) کسانو اوښتو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *