استرالیايي ټیم په خپل لیګ کې د راشد خان لوبولو ته لېوالتیا وښوده

تاند- یوه استرالیايي ټیم په خپل غوره ۲۰ اوره لیګ بیګ بش (Big Bash League) کې د راشد خان ارمان لوبولو ته لېوالتیا ښوولې ده.

که راشد خان په دغه لیګ کې واخیستل شو، نو نوموړی به لومړنی افغان لوبغاړی وي چې د استرالیا په لیګ کې د لوبېدو چانس مومي.

د استرالیا ۲۰ اوره لیګ په نړۍ کې شپږم ستر لیګ دی.

د سیډني سیکسرز لوبډلې، چې د استرالیا یو له شپږو غوره ټیمونو څخه دی، له راشد خان سره خپله لېوالتیا د شنبې په ورځ ښکاره کړه.

راشد ارمان د حیدراباد د سن رایزرس لوبډلې لپاره تراوسه پورې په ۱۴ سیالیو کې ۱۷ ویکټونه اخیستي دي.

ده نه یوازې ډېر لوبغاړي سوځولي بلکې لږ منډې یې ورکړي. د ده د ورکړای شویو منډو اوسط په هر اوور کې ۶ اعشاریه ۵ دی.

د هند په روان غوره لیګ کې تر راشد ارمان یوازې دوو لوبغاړو په هر اوور کې تر ۶ اعشاریه ۵ کمې منډې ورکړي دي.

د استرالیا د سیډني سیکسیرز لوبډلې سکیپر موریس هینرکوز، چې په سن رایزرس کې له راشد خان سره یوځای لوبېږي، فاکس سپورت ویبپاڼې ته وویل«باید د سیکسیرز لوبډلې د کیپتان په توګه ووایم، له کله چې دلته یم، د راشد په اړه فکر کوم. د ده مخه څوک نیولی نه شي. د ده د توپ اچولو سرعت په هر ساعت کې ۱۰۰ کیلو متره دی او په عین حال کې سپین باولر دی.»

نن /شنبه/ راشد ارمان د سیال ټیم  ګوجرات لاینز ۳ لوبغاړي وسوځول.

دا لوبه سن رایزرس لوبډلې په ۸ ویکټونو وګټله او ځان یې نیمه پایلوبې ته ورساوه.

په نننۍ مسابقه کې محمد نبي تر ټولو لږ منډې ورکړې. ده په ۳ اوورونو کې، که څه هم کوم لوبغاړی ونه سوځاوه، خو یوازې يې ۱۷ منډې ورکړې او د باولرانو په منځ کې یې د ورکړیو منډو اوسط تر ټولو لږ و.

حاضردمه سن رایزرس لوبډله د هند د کرکټ د غوره لیګ په جدول کې دوهم مقام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *