افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره د ولايتونو په کچه د میرویس نیکه تر عنوان لاندې درې ورځنۍ ولایتي سيالۍ پيلوي.
له دې وړاندې د ټولو زونونو د غوره ولایتونو ترمنځ دوه ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې چې د نمرو د ډلبندۍ له مخې، له هر زون یوې بریالۍ لوبډلې؛ درې ورځنيو سياليو ته لار پيدا کړه.
د دوه ورځنۍ سياليو له لارې پنځو ولایتونو، د درې ورځنۍ سیالیو لړۍ ته لاره ومونده چې له امو زون کندز، له بُست زون کندهار، له سپين غر زون کنړ، له مس عینک زون خوست او له بند امیر زون کابل پکې شامل دي.
یادې درې ورځنۍ ولایتي سيالۍ به د روانې فبروي میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل او د ننګرهار په غازي امان الله خان او کنړ کرکټ لوبغالو کې ترسره شي.
د میرویس نیکه درې ورځنیو سياليو د لوبډلو په جوړښت کې به د هر زون د فرسټ کلاس د دریو لوبغاړو سربېره د دوه ورځنیو سياليو غوره وړتيا ښودونکي لوبغاړي هم ولوبيږي.