له پاکستان سره سيالۍ” ګټه که تاوان؟

ليکنه: فياض حميد

ورزش بايد کاملاً له سياست څخه جلا وي، خو په اوس وخت کې د ځينو هېوادونو تر منځ په ورزش کې سیاسي رنګ ښکاري، چې ښه بېلګه يې د پاکستان او هندوستان ورکولی شو. خو کله چې په ورزش او په تېره بيا کرکټ کې سياست دخيل شو، نو تاوان يې کمزورې يا ټيټه درجه لوبډلې او يا هم هغې لوبډلې ته اوړي چې امکانات ونه لري. لکه موږ او تاسې وينو چې له څو کالو راهيسې پاکستان هند ته زاري کوي چې سيالۍ ورسره ترسره کړي، خو هند انکار کوي،ځکه هند د پاکستان سره د سياليو ترسره کولو کې هېڅ ګټه نه کوي، خو پاکستان زياته ګټه کوي، ځکه هند د امکاناتو او د لوبغاړو د وړتيا له پلوه يوه پياوړې لوبډله ده او پاکستان کمزورې.

دلته د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ سياليو خبره راپورته شوې، نو ځينې هغه کسان چې ځان پاکستان ضد بولي، د دې سياليو مخالفت کوي، دوی د دې سياليو د مخالفت لپاره بل هېڅ کوم دليل نه لري، بس يوازينۍ خبره يې همدا ده چې پاکستان زموږ دښمن دی. دوی دا فکر نه کوي چې پاکستان سره سيالۍ کول د افغانستان په ګټه دي، که د پاکستان ؟ دا مهمه نه ده چې دا سيالۍ نړيوالې دي که دوستانه؟ ځکه افغانستان که خپله نړيواله درجه بندي ښه کوي، نو هغه په دويمه درجه درلودونکو لوبډلو ښه کولای شي، پياوړو لوبډلو سره سيالۍ ترسره کول به يوازې د نوم او تجربې ترلاسه کولو لپاره وي.

دا چې د پاکستان هېواد سره د افغان کرکټ ملي لوبډلې سيالۍ ترسره شي، افغانستان ته يې څه ګټه رسېږي،؟ راځئ دلته پرې یو لنډ نظر اچوو:

تجربه ډېرېدل:

دا خو جوته ده چې کله هم دويمه درجه هېواد له بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې سره سيالۍ کوي، نو موخه يې يوازې ګټل نه، بلکې د تجربې زياتېدل او د مقابل لوري څخه يو څه زده کول وي. افغانستان هم دغې ټکي ته په کتو له بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو سره سياليو ترسره کولو ته اړتيا لري. پاکستان اړتيا نه لري چې له افغانستان سره سيالۍ ترسره کړي او له دوی یو څه زده کړي، ځکه پاکستان يو بشپړ غړيتوب لرونکی هېواد دی، هغوی له ټولو لوبډلو سره سيالۍ ترسره کولی شي. افغانستان دويمه درجه درلودونکې لوبډله ده، نو بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې ورسره په اسانۍ سياليو ترسره کولو ته غاړه نه ږدي، اوس چې پاکستان غاړه ايښې دا چانس بايد له لاسه ورنه کړل شي.

نړيوالو ته ځان ورپېژندل:

که افغان ملي لوبډله غواړي د کرکټ پر نړيوالې شورا ځان وپېژني، چې افغان کرکټ لوبډله يوه پياوړې لوبډله ده او له پياوړو لوبډلو سيالۍ ګټلی شي، نو بايد له بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو څخه سيالۍ وګټي، تر څو د کرکټ نړيواله شورا ورته نورې سيالۍ هم برابرې کړي. که افغانستان له ايرلينډ څخه سيريز وګټي، نو نړيوالو ته به عادي وي، خو چې له وېسټ انډيز څخه يې په نړيوال جام کې يوه سيالۍ وګټله، په هره نړيواله رسنۍ کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوم ښکته پورته کېده. بل لور ته له افغانستان څخه سيالۍ ګټلو باندې پاکستان هېڅ کرېډېټ نه شي اخيستلای، خو که ويې بايلي، تاوان کوي.

په کابل کې نړيوال لوبغاړي او بهرنۍ کرکټ ملي لوبډله:

موږ په افغانستان کې يو هم معياري لوبغالی نه لرو، نړيوال که د امنيت له امله افغانستان ته راشي يا نه، خو د معياري لوبغالي نه شتون له امله هېڅکله نه راځي. نو اوس چې د پاکستان لوبډله افغانستان ته راځي، دلته سيالۍ ترسره کوي، دا خپله نړيوالو ته د افغان کرکټ په اړه يو مثبت پيغام ورکوي. په افغانستان کې د نړيوال کرکټ د ترسره کېدا لپاره د پاکستان پرته بله هېڅ لوبډله ښه اپشن نه شي کېدای، ځکه نورې لوبډلې چې تر اوسه پاکستان ته نه ځي، نو افغانستان ته خو هېڅکله نه راځي، موږ که غواړو نورې نړيوالې لوبډلې افغانستان ته راماتې کړو، لومړی به له پاکستانه کار اخلو. که د پاکستان ملي لوبډله افغانستان ته راشي، افغان کرکټ ته ډېره ګټوره ده، ځکه يوه نړيواله لوبډله افغانستان ته د لومړي ځل لپاره راځي،  خو که افغان کرکټ ملي لوبډله لاهور ته لاړه شي، پاکستان ته دومره ګټوره نه ده، ځکه له دې وړاندې پاکستان ته نور پياوړي او مشهور لوبغاړي تللي دي، لکه: پاکستان ته د زمبابوی لوبډلې سفر، همدا شان د (پي سي ايل)  سياليو په پايلوبه کې د نړيوالو لوبغاړو لوبېدل.


د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *