سیاست او کرکې/ مجيد ژړاند
د روژې لومړۍ ورځ په پېلېدو وه، ډېر ځوانان په تياره سهار کې د خوست چوک ته راغلل، تر څو کار پيدا کړي او لومړی روژه ماتی له خپلې کورنۍ سره په خوښۍ وکړي.
په ډېرو نورو ښارونو کې هم ځوانان د ښار چوکونو او څلور لارو ته وتلي و، تر څو د روژې ماښامي ته يوه مړۍ رزق په لاس راوړي، خوست چې د هيواد د امن او سولې سمبول دی، د خلکو يووالي دښمن ته د ورانکارۍ اوترهګريزو پېښو د تر سره کېدو مجال ورنه کړ، نو شرمېدلي دښمن ته د ای، ایس، ای نوې طرحه جوړه کړه، تر څو د يادې طرحې سره سم زیات شمېر افغانان په خپلو وينو ولمبوي او زموږ د وجود ارامې برخې ته د ناامنۍ څپه ورشي.
پاکستان چې له وخته د ترهګرو ډلو په سپوټ او مالي تمويل کې لاس لري او افغان دولت تل له پاکستان څخه شکايت کړی دی، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او ترهګر د ترهګريزو او ورانکارو پېښو لپاره رالېږي.
د روژې په لومړۍ ورځ د خوست ښار چوک ته څېرمه ترهګرو موټر بم چاودنه وکړه او په لسګونو کورنۍ يې د غم په ټغر کېنولې، د خوستۍ مور بغارې لا قرارې نه وي، خوستۍ مېرمنې لا د خپل خاوند په مرګ خبرې نه وې، لا وړوکي خوستي ماشوم د خپل پلار د راتلو لار څارله، چې هلته په لاهور کې د کرکيټ بورډ ریس له پاکستاني سیال سره د کرکيټ د لوبو کولو تړون لاسليک کړ.
هغوی چې زموږ د وژنې لپاره ترهګر روزي، هغوی چې زموږ بنسټيزې پروژې يې ونړولې، زموږ فوځ يې تيکه، تيکه کړ، هغوی چې زما د هيواد مېندي په سرو سترګو ژړوي، له هماغه دښمن سره مشعل خان د لوبو کولو تړون لاسليک کوي.
تاسو د خوستۍ مورکۍ اوښکو ته ځواب لرئ، تاسې د خوستۍ ورېندارې ژړاګانو او درد ته کوم ملهم او پټۍ لرئ، تاسو د خوستي يتيم ماشوم د ماشومانه سوال په ځواب کې عاجزه نه یاست.
زما اندېښنه همدا ده، چې موږلا تر اوسه د دوست او دښمن په تعبیر نه پوهېږو، هغوی ترهګر رالېږي، موږ ورسره د کرکيټ سيريز چمتوالی نيسو، هغوی زموږ د هيواد ځواکمنه اردو اجيره ګڼي، خو موږ هغوی د احترام لپاره سرونه ټيټوو، اوس خو هغه تنظيمي حکومتونه نه دي، چې د قدرت ژرنده يې د دښمن په اوبو چلېده، اوس خو شکر په ځان بسیا يوو، دښمن مو همدې بساينې ته نه پرېږدي، دغه ويروس لا تر اوسه د کرکيټ په لوبغاړو کې سرايت کړی نه دی، چې له دې سره جوخت به دغه ويروس زموږ اتل لوبغاړي هم متاثره کوي، کرکيټ بورډ ریس صاحب تر دې وړاندې چې د پاکستان سره د لوبو تړون لاسليک کړي، يو ځل خو يې باید په دې اړه د ولسونو نظر هم اخيستی وای، کرکيټ ولسونو دې مرحلې ته رسولی او د کرکيټ په اساسو تصميمونو کې باید ولسونه هېر نه کړل شي، ترڅو خدامکړه دغه لوبه هم په راتلونکې کې خپل ارزښت له لاسه ورکړي.
پاکستان همدومره منزوي پاتې کېدل ښه دی، چې يو وخت به يې زموږ لوبغاړي د انضمام الحق شاګردان بلل، خو نن همدې لوبغاړو ته زارۍ او منت کوي چې له پاکستان سره لوبو ته چمتو شي.
پاکستان تل زموږ د خوشالۍ شېبې د وير په پرده راښودلې دي، نو خدامکړه، چې د همدې مکار دښمن له لاسه دغه د کرکيټ خوښي هم اغېزمنه شي.
پاکستان سره دښمني پالل زموږ مزل ته جوړ کاروان د منزل په لور روانوي، په نژدې راتلونکې به د کرکيټ لومړۍ درجې هيواد پاکستان د نړۍ له سترګو پټېږي، په سیاست او کرکيټ دواړو کې به ماتې خوري.
پاکستان ورو، ورو د بربادۍ مرحلې ته نژدې کېږي، په محکوم بلوچستان، محکومه پښتونخوا کې د سامراجي دولت پر ضد وسل وال جهاد روان دی او امريکې هم په پاکستان خپل باور بایللی دی، هغه پښتو متل دی، چې اوبو وړی د اوبو ځګ ته لاس اچوي، پاکستان اوس په خپل مداريتوب سره غواړي، چې د کرکيټ په وسیله افغان دولت سره زنګنې اړيکې جوړې کړي، خو دغه ليدلی خوب دې هم روانو اوبو ته ووايي، پاکستان ورو، ورو د خپل زوال مرحلې ته نژدې کېږي او په نژدې وختونو کې به د سرزمين پاکستان په څو برخو تجزیه شوی وي.
د همداسې ورځې د ليدو په هيله.