له ماتې سره سره افغانستان د یوه غښتلي ټیم په توګه ځان ثابت کړ

تاند- بنګله دېش د اسیا کپ د څلور غوره لوبډلو د سیالیو په لړ کې نن /یکشنبه/ افغانستان ته په خورا لږ توپیر (۳ منډو) ماتې ورکړه.

پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې بیټنګ وکړ. سره له دې چې د بنګله دېش لومړي ۵ لوبغاړي ژر وسوځېدل او داسې ښکارېده چې دوی به افغانستان ته له ۱۵۰ تر ۱۶۰ منډو پورې هدف وټاکي خو د دغه ټیم ۲ لوبغاړي محمد الله او امرالقیاس ټینګ شول. لومړني په ۸۱ توپونو ۷۴ او دوهم په ۸۹ توپونو ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او کار یې د افغانستان لپاره سخت کړ.

افغان لوبغاړو د بنګله دېش د ۲۵۰ منډو هدف د پوره کولو لپاره زیاته خواري وکښله خو تر ډېره ورسره بخت یاري ونه کړه او همداراز د رحمت شاه ژر رن اوټ کېدو له بنګالي لوبغاړو سره مرسته وکړه.

د افغانستان لپاره بیا هم حشمت الله شهیدي زیاتې منډې وکړې. ده په ۹۹ توپونو ۷۱، شهزاد محمدي په ۸۱ توپونو ۵۳، اصغر ستانکزي په ۴۷ توپونو ۳۹، محمد نبي په ۴۷ توپونو ۳۸ او سمیع الله شینواري په ۱۹ توپونو ۲۳ منډې وکړې.

په بالینګ یا توپ اچونه کې افتاب عالم ۳، مجیب الرحمان ۱، راشد خان ۱ لوبغاړي وسوځول او ۲ نور بنګالي لوبغاړي رن اوټ شول.

دې ماتې نیمه پایلوبې ته د افغانستان هیله په نهیلي بدله کړه. خو که افغانستان دا سیالي ګټلې وای، دې ته په پام چې په لومړي پړاو کې یې سریلانکا او بنګله دېش په ډېر توپیر ګټلي او پر پاکستان یې په لږ توپیر بایللې، نیمه پایلوبې ته ممکن وتلی وای.

هند نن پاکستان ته په ۹ ویکټونو او ۶۳ منډو ماتې ورکړه. هند سره له دې چې باید یوه لوبه له افغانستان سره وکړي خو مخکې تر مخکې پایلوبې ته وتلی دی. مهمه نه ده چې افغانستان ته ماتې ورکړي یا یې ورنه کړي.

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ د سیالۍ ګټونکی به له هند سره پایلوبې ته ووځي.

په دې جام کې د افغان لوبغاړو ښو لوبو د کرکټ د ټولو نظرخاوندانو پام ځان ته واړاوه او ورته ثابته شوه چې افغانستان د نړۍ د لومړی درجه ټیمونو په کتار کې دی.