افغانستان په صحرا جام کې نمیبیا ته په ۶۴ منډو ماتې روکړه

افغانستان ملي لوبډلې د نمیبیا د کرکټ ملي ته ۶۴ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو چې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۶۷ منډې کړې وې، د نمیبیا د ټیم ټول لوبغاړي په ۱۹ اوور او ۲ توپ وسوځول.

نمیبیا ټولټال ۱۰۳ منډې وکړای شوې.

تر ټولو زیات لوبغاړي راشد ارمان وسوخول. ارمان په ۲ اوورونو کې ۳ نمیبیايي لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۴ منډې ورکړې.

افغانستان نمیبیا ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه

تاند- د افغانستان او نمیبیا ترمنځ په متحده عربي امارات کې د صحرا جام د مسابقو په لړ کې سیالي روانه ده. افغان لوبغاړو د ۶ ویکټونو په وړاندې ۱۶۷ منډې وکړې.

پچه افغان ټیم وګټله او د تېرې لوبې خلاف یې دا ځل پرېکړه وکړه چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

نوروز منګل او محمد شهزاد د افغان ټیم اوپینران ول. نوروزمنګل، چې دا یې په ملي ټیم کې وروستۍ لوبه وه، په ۲۵ توپونو ۳۲ منډې وکړې. ده یوه شپږیزه او ۳ څلوریزې ووهلې.

محمد شهزاد په ۳۱ توپونو ۳۱ منډې وکړې. ده ۲ شپږیزې او یوه څلوریزه ووهله.

نجیب ځدراڼ ډېر ژر وسوځېد. ده په ۸ توپونو یوازې ۳ منډې وکړې.

اصغر ستانکزي په ۲۳ توپونو ۳۱ منډې وکړې. ده ۲ شپږیزې او ۱ څلوریزې ووهلې.

سمیع الله شینواري په ۱۹ توپونو ۳۵۱ منډې وکړې. ده ۲ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې. سمیع شینواری په روان ټورنمنټ کې ډېر ښه ځلېدلی دی.

محمد نبي په ۷ توبونو ۱۳ منډې وکړې.

ګلبدین نایب په ۴ توپونو ۱۲ او راشید خان ارماني په ۳ توپونو ۱ منډه وکړه او دواړه ونه سوځېدل.

په دې توګه افغانستان نمیبیا ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه چې نسبتاً لوړ هدف دی.

د دې مسابقې پایله نه په روان جام کې نه د نمیبیا او نه د افغانستان پر موقعیت اغېز لري. ځکه چې افغانستان نیمه پایلوبې ته وتلی دی او نمیبیا په هر صورت له تورنمنټه وتلی دی.

له ۲۰۱۰ کاله تر اوسه افغانستان ۵۳ شل اوریزې نړیوالې رسمي لوبې کړي ۳۴ یې ګټلي او ۱۹۹ یې بایللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *