هند په ۸ ویکټونو پاکستان ته ماتې ورکړه

تاند- د اسیا کپ د سیالیو د اې ګروپ په مسابقه کې نن /چهارشنبه/ هند په یوه خورا په زړه پورې سیالۍ کې پاکستان ته په ۸ ویکټونو ماتې ورکړه.

لومړی بیټنګ پاکستان وکړ، د پاکستان ټول لوبغاړي په ۴۳ اوور او یوه توپ په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۱۶۲ منډې کړې وې.

خو هند دا هدف خورا اسانه په ۲۹ اوور کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د پاکستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې بابر زمان وکړې. ده په ۶۲ توپونو ۴۷ منډې وکړې. شعیب ملک په ۶۷ توپونو ۴۳ منډې وکړې خو د پاکستان نور لوبغاړي ژر – ژر وسوځېدل.

د هند لپاره روهیت شرما په ۳۹ توپونو ۵۲، شکهر دهوان په ۵۴ توپونو ۴۶ منډې وکړې. امبلي او دنیش کارتیک په ګډه ۳۱ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېدل.

د هند په باولرانو کې بهونیشوار کومار په ۷ اوورونو کې د ۱۵ منډو د ورکولو ترڅنګ ۳ لوبغاړي وسوځول. جاسپریت بومراه ۲ او کیدار یاداف ۳ لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې سبا /پنجشنبه/ په بي ګروپ کې د افغانستان او بنګله دېش لوبډلې مخامخ شي.

افغانستان او بنګله دېش دواړو سریلانکا ته ماتې ورکړې او دواړه ټیمونه نیمه پایلوبې ته وتلي دي خو سبانۍ مسابقه به معلومه کړي چې کومه لوبډله د اې ګروپ له لومړي ټیم یعني هند او کومه له پاکستان سره مخامخ کېږي.

د افغانستان او بنګله دېش د مسابقې ګټونکی به له پاکستان او بایلونکی له هندوستان سره نیمه پایلوبه کوي.