پاکستان په ۸ ویکټونو هانګ کانګ ته ماتې ورکړه
تاند- د اسیا کپ په اې (A) ګروپ کې نن پاکستان او هانګ کانګ مخامخ شول. هانګ کانګ لومړی بیټنګ وکړ او په ۲۳ اور او ۴ توپ یې ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې یې ۱۱۶ منډې کړې وې.
تر ټولو ډېر هانګ کانګي لوبغاړي عثمان خان شینواري وسوځول. ده په ۷ اوورونو او ۳ توپونو نه یوازې ۳ لوبغاړي وسوځول بلکې یوازې یې ۱۹ منډې ورکړې.
حسن علي ۲، شاداب خان ۲ او فهیم اشرف یو لوبغاړی وسوځول.
د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې پرانیستګر لوبغاړي امام الحق وکړې. ده په ۶۹ توپونو ۵۰ منډې وکړې.
ټاکل شوې ده چې سبا /دوشنبه/ په بي ګروپ کې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې مخامخ شي. که افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړه، د دې سیالیو بل پړاو ته وځي ځکه چې سریلانکا له بنګله دېش څخه ماتې کړې ده.