د افغانستان په وړاندې وارخطا سریلانکا په خپله لوبدله کې بدلون راوست

تاند- سریلانکا وايي چې نن /دوشنبه/ به د افغانستان په وړاندې له خپل ټول وسه کار واخلي ځکه چې دا سیالي ورته په روان تورنمنټ کې د بقا حیثبت لري.

سریلانکا لومړۍ مسابقه پر بنګله دېش په ډېر توپیر (۱۳۷ منډو) وبایلله او که نننۍ مسابقه هم وبایلي له دې تورنمنټ سره باید خدای پاماني وکړي.

پرون سریلانکا خپل تکړه لوبغاړی اف سپینر داناجایا (Dananjaya) دوبۍ ته وروغوښت او د لوبډلې له نورو لوبغاړو سره یې د افغانستان په وړاندې د نننۍ مسابقې په خاطر د تیاري لپاره تمرینونه وکړل.

۲۵ کلن دانا جایا د سریلانکا له لوبډلې سره په دې خاطر نه و راغلی چې مېرمن یې اومیندواره وه او د جمعې په ورځ یې لور وزېږېده.

Sri Lanka off-spinner Akila Dananjaya, left, could prove crucial against Afghanistan on Monday. AFP

د سریلانکا د بیټنګ روزونکي تیلان ساماراویرا تایید کړه چې دانا جایا د افغانستان په وړاندې مسابقې ته راغوښتل شوی دی.

دغه راز سریلانکا غواړي چې اکیلا په منځني ترتیب (میډل ارډر) کې ولوبوي او دوی فکر کوي چې د بنګله دېش په وړاندې یې نشتون یوه تشه وه.

داسې ښکاري چې سریلانکا تر ډېره هڅه کوي چې خپلو لوبغاړو ته روحیه ورکړي او په عین حال کې د افغان لوبغاړو روحیه کمزورې کړي.

سریلانکا د دې لپاره چې بل پړاو ته ووځي نه یوازې دې ته اړتیا لري چې افغانستان ته ماتې ورکړي؛ بلکې په ډېر توپیر د افغانستان ماتې ته ضرورت لري ځکه چې که افغانستان یې په ډېر توپیر مات نه کړای شو او افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه، بیا هم سریلانکا بل پړاو ته له وتلو پاتې کېږي.

د (ریډي سپورت) د راپور له مخې، د سریلانکا د توپ وهنې (بیټنګ) روزونکي وویل«باید موږ خپل ذهنونه بدل کړو، زموږ د لوبغاړو په مهارت کې هیڅ ستونزه نشته ځکه چې اوس مو تر ټولو تکړه لوبغاړي راوستي دي. موږ باید دا لوبه وګټو. که مو په ډېر توپیر وګټله، بل پړاو ته به ووځو. که داسې ونه شول باید د افغانستان او بنګله دېش د مسابقې پایلې ته انتظار وباسو.»

ده زیاته کړه«له سریلانکا او بنګله دېش سره د مرګ لوبډله یوځای شوې، او موږ پوهېږو چې له دوو تجربه کارو لوبډلو سره مخامخ یوو. موږ ورته تیار یوو.»