بنګله دېش په ۱۳۷ منډو سریلانکا ته ماتې ورکړه

تاند- د کرکټ د اسیايي جام سیالیو په لومړنۍ مسابقه کې، چې نن /شنبه/ د بي ګروپ د دوو لوبډلو سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ وشوه، بنګله دېش په (۱۳۷) منډو سریلانکا ته ماتې ورکړه.

د سریلانکا ټول لوبغاړي په ۳۵ اوور او دوهم توپ وسوځېدل.

پچه بنګله دېش وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ پخپله وکړي.

که څه هم د سریلانکا تکړه باولر ملینګا په لومړي اور د بنګله دېش ټیم ته بد ګوزار ورکړ او ۲ لوبغاړي یې وروسوځول خو د بنګله دېش نور لوبغاړو روحیه ونه بایلله او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې یې ۲۶۱ منډې وکړې.

سبا /یکشنبه/ به پاکستان له هانګ کانګ سره مخامخ کېږي. هانګ کانګ په اسیايي کپ سیالیو کې تر ټولو کمزوری ټیم ګڼل کېږي او په دې تورنمنټ کې یوازینۍ لوبډله ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب نه لري.

افغانستان به د دوشنبې په ورځ /سپټمبر ۱۷/ له سریلانکا سره مخامخ شي.

دوهم پړاو یا منځلوبو ته د روانو سرلوبو دوه ټیمونه لار مومي. که افغانستان یوه مسابقه هم وګټي، خو شرط دا دی چې د منډو توپیر یې زیات وي، بل پړاو ته رسېدای شي.

دې ته په پام چې بنګله دېش په ډېر توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه، پکار ده چې افغانستان هم سریلانکا ته ماتې ورکړي. که افغانستان سریلانکا ته ماتې ورکړه او پر بنګله دېش یې وبایلله، بیا هم بل پړاو ته لار مومي.