د اسیا کپ لپاره د ۶ هیوادونو لوبډلې

تاند – نن شنبه /سپتمبر۱۵/ د افغانستان په شمول د شپږو غوره اسیايي لوبډلو په ګډون په دوبۍ کې د کرکټ اسیايي جام سیالۍ پیلېږي.

افغانستان په بي ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دېش سره یوځای دی.

په اې ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ له یو بل سره مخامخ کېږي.

لومړۍ مسابقه به د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ وي.

د دې سیالیو درېمه مسابقه به د سپټمبر په ۱۷ مه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وي. د افغانستان دوهمه سیالي به د سپټمبر په ۲۰ وي.

له هر ګروپ څخه دوې لوبډلې بل پړاو ته وځي. د اسیايي جام لپاره پایلوبه به د سپټمبر په ۲۸ نېټه وي.

د ټولو شپږو لوبډلو په منځ کې یوازې هانګ کانګ د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو بشپړ غړیتوب نه لري.

دا د افغانستان لپاره دوهم ځل دی چې د اسیايي جام سیالیو ته بریالی کېږي.

د دې مسابقو لپاره د افغانستان په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل دي:

محمد شهزاد، جاوید احمدي، اصغر ستانکزی، رحمت شاه، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمان، افتاب عالم، احسان الله جنت، سید شېرزاد، یمن احمدزی او احمد کاکړ.

د اسیاکپ لپاره د بنګله دېش ټیم

شکېب الحسن، تمیم اقبال، مشرف مرتضي (کیپتان)، محمد میتون، لیتون داس، مشفق الرحمان، عارف الحق، محمدالله، مصدق حسین، مهدي حسن، نظام الاسلام، ربالاحسین، مرتضي الرحمان، ابو حیدر روني، نظام الحسین شانتو او مومن الحق.

د اسیا کپ لپاره پاکستان دا ټیم اعلان کړی دی:

فخر زمان، امام الحق، شان مسعود، بابراعظم، شعیب ملک، سرفراز احمد (ویکت کیپر)، حارث سهیل، اصف علي، محمد نواز، فهیم اشرف، شاداب خان، محمد عامر، حسن علي، جُنید خان، عثمان خان، شهیم افریدي.

د اسیا کپ لپاره د هندوستان ټیم:

روهیت شرما (کیپتان)، شیکهر دهوان، کې. ایل. راهول، امباتي رایودو، منیش پانډې، کیدار یادف، ایم ایس دهوني (ویکټ کیپر)، دنیش کارتیک، هاردیک پانډیا، اکشار پاټیل، کولدیپ یادف، یوزویندرا چاهل، بهوینیشوار کومار، جسپریت بومرا، شاردول ټهاکور، خلیل احمد.

د اسیا کپ لپاره د سریلانکا ټیم:

انجیلو متیوس (کیپتان)، امیلا اپونسو، دوشمانتا چامیرا، دینیش چانديمل، اکیلا داناجایا، دهانانجایا دي سیلوا، دانوشکا ګونداتیلاکا، سورانګا لاکمال، لاسیت مالینګا، کوسال میندیس، دیلرووان پیریرا، کوسال پیریرا، تیسارا پیریرا، کاسون راجیتها، داسون شاناکا،  اوپال تارانګا،

د هانګ کانګ لوبډله

بابر حیات (کیپتان)، انشومان رت، تنویر افضل، ندیم احمد، هارون ارشاد، کریس کارتر، عزیز خان، احسان خان، نزاکت خان، وقاس خان، کامیرون مک اسلان، سکاټ مکچیني، احسان نواز، کینچیت شاه، جتها سوبرامنیان.

کرکټ کنټري د افغانستان د لوبډلې  قوي او کمزورو ټکو ته په دې راپور کې اشاره کړې ده.