راشد خان د لوبې اتلسم او خپل درېیم اور په لومړیو دریو بالونو درې پرلپسې وېکېټې اخیستلو سره د افغانستان بریا یقیني کړه. راشد خان خپل د دغه اور په لومړۍ بال د محمد نبي بې ساری ډگر ساتنې په مرسته جورج ډوکرېل، په دوهم بال د شفق الله شفق پیاوړې وېکېټ ساتنې په مرسته د کټېگېټ او په درېیم بال د سیمي سېنگ وېکېټې اخیستلو سره هټرېک وکړ.

د شلو اورونو بشپړېدو سره ایرلینډ خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کېون اوبراین غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۸ منډې جوړې کړې او د ۳۲ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

د دغو دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ ټولې لوبې افغانستان وگټلې او د لوبو دغه لړۍ کې يي ایرلینډ ته د ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه.