راشد خان یو بل ریکارډ جوړ کړ، تر اوسه کوم افغان لوبغاړي نه وو جوړ کړی

ـــ تاند

هېټرېک (سر په سر په درې توپونو شپږیزه، څلوریزه او یا ویکټ اخیستل) په کرکټ کې هغه اصلاح ده چې په کرکټ کې زیاته کارول کیږي او ماهر کرکټر یې زیات وخت بونس اخلي.

راشد خان د یکشنبې په ورځ (فبروي ۲۴) په هند کې د ایرلنډ خلاف هېټریک وکړ او پدې توگه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې دا کار کوي. تر راشد مخکې بل هېڅ افغان توپ اچوونکي پدې نه دی بریالی شوی.په هېټریک کې یې یو کس د محمد نبي په کیچ، یو کس د شفیق الله شفق په سټمپ او یو کس په ال بي ډبلیو وسوځوه. راشد خان په ۲۰۱۷ کې د ویسټ انډیز په پریمیر لیګ کې هم په دریو توپونو درې لوبغاړي سوځولي وو. راشد لومړنی بهرنی لوبغاړی و چې په دغو سیالیو کې هېټریک وکړ.

افغانستان له ایرلنډ څخه د ۲۰ اورونو د دریو لوبو سیریز هم ۳-۰ وګټل. په ورستۍ لوبه کې محمد نبي ۸۱ چټکې منډې وکړې او راشد خان پنځه کسان وسوځول.

افغانستان ایرلنډ ته ۲۱۰ منډو هدف ورکړ خو ایرلنډ دا هدف پوره نشو کړی.

د دوی ترمنځ یوه ورځنۍ لوبه د سه شنبې په ورځ پیلیږي.