راپور: ثناګل ګلزار 

د کرکټ نړیوال جام د سیالیو کال دی، د کرکټ ملي لوبډله هم په دې جام کې لوبېدلی شي. په پام کې ده چې سږنی کرکټ جام لوبې به د مۍ (۳۰)، جون او جولایي(۱۴) میاشتو په دوام کې ترسره شي.
تر نړیوال جام مخکې، کرکټ ملي لوبډله ځینې نړیوالې لوبې لري، چې په لنډو کې ورته اشاره کوو:
۱: د روان کال، فبروري میاشتې پر ۲۳مه له ایرلینډ سره لومړۍ شل اوریزه لوبه.
۲: د روان کال، فبروري میاشتې پر ۲۴مه له ایرلینډ سره دوهمه شل اوریزه لوبه.
۳: د روان کال، فبروري میاشتې پر ۲۶مه له ایرلینډ سره دریمه شل اوریزه لوبه.
۴: د روان کال، مارچ میاشتې پر ۲مه له ایرلینډ سره لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه.
۵: د روان کال، مارچ میاشتې پر ۴مه له ایرلینډ سره دوهمه پنځوس اوریزه لوبه.
۶: د روان کال، مارچ میاشت پر ۷مه له ایرلیند سره دریمه پنځوس اوریزه لوبه.
۷: د روان کال، مارچ میاشتې پر ۹مه له ایرلیند سره څلورمه پنځوس اوریزه لوبه.
۸: د روان کال، مارچ میاشتې پر ۱۲مه له ایرلینډ سره پنځمه پنځوس اوریزه لوبه.
۹: د روان کال، مارچ میاشتې پر ۱۶مه له ایرلینډ سره یوازينۍ ټېسټ لوبه.


تر دې لوبو وروسته، افغان کرکټ ملي لوبډله سکاټلیند ته ځي، هلته به له سکاټلیند سره د مۍ میاشتې پر ۸مه او ۱۰مه دوه پنځوس اوریزې لوبې وکړي.
تر یادو لوبو وروسته، افغانستان د مۍ میاشتې پر ۱۹مه او ۲۱ مه له ایرلینډ سره دوه، پنځوس اوریزې لوبې کوي.
بیا د مۍ پر ۳۰مه د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام لوبې پیل کیږي، چې لومړۍ لوبه به د انګلستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ وي.
افغانستان په همدې جام کې خپله لومړۍ لوبه د استرالیا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
ياده دې وي چې اوسمهال د ملي لوبډلې بېلا بېل تکړه لوبغاړي په بيګ باش او بنګلديش غوره ليګونو کې بوخت دي