څلور افغان لوبغاړو په ۲ تجارتي سیالېو کې نړیوال حیران کړل

راپور: محمد اسماعیل ملکزی

وړمه ورځ د کرکټ په نړۍ کې څلور افغان لوبغاړي په دوو لیګونو او څلورو لوبډلو کې ولوبیدل او ډېر ښه وځلیدل

مجیب الرحمن داسټرالیا بیګ باش کې دبریسبن هیټ لوبډلی په ګټه په څلورو اورونو کې د۱۰ منډو په مقابل کې دوې ویکیټي ترلاسه کړلې او لوبډلې یې لوبه وګټله، یاده لوبه کې مجیب الرحمن دلوبي غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

دوهمه سیالۍ بیا دشهزاد محمدی وه چې دبنګله دیش غوره لیګ په لومړی سیالۍ کې ولوبیدل شهزاد په داسی حالت کې ۲۷ منډې جوړې کړې چې هیڅ کوم لوبغاړي په توپوهنه کې ښه ونه ځلیدل.

دریمه سیالۍ کې بیا د حضرت الله ځاځی او قیس احمد ترمنځ سیالۍ ترسره شوه، حضرت الله ځاځی د بنګله دیش غوره لیګ په خپل برید کونکې لوبی سره پیل کړ چې په ۲۲ توپونو باندی یې خپله نیمه سلیزه پوره کړ او په ۴۱ توپونو یې ۷۸ منډې جوړې کړې او خبله ویکټ یې له لاسه ورکړه. ځاځی په دې سیالۍ کې دلوبي غوره لوبغاړی اعلان شو.

څلورم افغان لوبغاړی بیا قیس احمد وو چی په څلورو اورونو کې د ۲۹ منډو په ورکولو سره یوه ویکټ ترلاسه کړه او توپوهنه کې بیا قیس دیوې شپږیږي پر مټ یې ۹ منډی جوړي کړې.