سید ادریس ولیزاده

افغانستان په ۲۰۰۹ کال کې د اپریل میاشتې په ۱۹مه نیټه د سکاټلینډ خلاف لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه او په ۲۰۱۸ کال کې د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نیټه د هندوستان خلاف وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

افغانستان په ۱۰۶ یو ورځنیو لوبو کې، ۵۵ یې ګټلي، ۴۸ یې بایللي، یوه لوبه یې مساوي شوې او دوه لوبې یې بې پایلې پاي ته رسیدلې دي.

افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نیټه د ایرلینډ خلاف لومړنۍ شل اورېزه لوبه وکړه او په ۲۰۱۸ کال کې د اګسټ میاشتې په ۲۲مه نیټه وروستۍ لوبه هم د ایرلینډ خلاف وکړه.

افغانستان په ۶۸ شلو اورېزو لوبو کې، ۴۶ یې ګټلي او ۲۲ یې بایللي دي.

افغانستان خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د هندوستان خلاف ترسره کړه، چې هندۍ لوبډلې دغه لوبه وګټله.

افغانستان د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لسم او د شلو اورېزو لوبو په درجه بندۍ کې اتم مقام کې قرار لري.

ایرلینډ په ۲۰۰۶ کال کې د جون میاشتې په ۱۳مه نیټه د انګلینډ خلاف لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه او په ۲۰۱۸ کال کې د اګسټ میاشتې په ۳۱مه نیټه د افغانستان خلاف وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وکړه.

ایرلینډ په ۱۳۹ یو ورځنیو لوبو کې، ۶۱ یې ګټلي، ۶۸ یې بایللي، درې یې مساوي شوي او اوه لوبې یې بې پایلې پاي ته رسیدلې دي.

ایرلینډ په ۲۰۰۸ کال کې د اګسټ میاشتې په دوېیمه نیټه د سکاټلینډ خلاف لومړنۍ شل اورېزه لوبه ترسره کړه او په ۲۰۱۸ کال کې د اګسټ میاشتې په ۲۲مه نیټه د افغانستان خلاف وروستۍ شل اورېزه لوبه یې وه.

ایرلینډ په ۶۹ شلو اورېزو لوبو کې، ۲۷ یې ګټلي، ۳۵ یې بایللي، یوه لوبه یې مساوي شوې او شپږ لوبې یې بې پایلې شوې دي.

ایرلینډ خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه د پاکستان خلاف د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې ترسره کړه، چې پاکستانۍ لوبډلې دغه لوبه وګټله.

ایرلینډ د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې دولسم او د شلو اورېزو لوبو په درجه بندۍ کې ۱۷م مقام کې قرار لري.

د افغانستان او ایرلینډ ملي لوبډلو ترمنځ شل یو ورځنۍ لوبې ترسره شوې دي، چې دوړاو لس لس لوبې ګټلي دي.

د یادو لوبډلو ترمنځ ۱۲ شل اورېزې لوبې شوې دي، چې افغانستان نهه او ایرلینډ درې لوبې ګټلې دي.

د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ د هندوستان دهرادون ایالت په راجف ګاندي کرکټ لوبغالي کې نهه نړیوالې لوبې ترسره کېږي.

په یادو سیالیو کې یوه ټیسټ لوبه، درې شل اورېزې او پنځه یو ورځنۍ لوبې شاملې دي.

یادې لوبې د افغانستان په کوربتوب د فبرورۍ میاشتې په ۲۱مه نیټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۱مې نیټې پورې دوام کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا(ICC) تیر کال افغانستان او ایرلینډ د دغې شورا بشپړ غړي اعلان کړل.