د محمد نبي شپږیزې او څلوریزې

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تکړه ال راونډر لوبغاړی محمد نبي نن /یکشنبه/ د آیرلنډ په وړاندې په ۳ شل اوره سیالیو کې ۲ ځلې غوره لوبغاړی شو. دا ویدیو د ده د درېمې شل اوره سیالۍ ده. د محمدنبي شپيږیزې او څلوریزې سبب شوې چې افغانستان آیرلنډ ته لوړ هدف وټاکي. په دې سیالۍ کې محمد نبي یو خورا حیرانوونکی کچ هم اخیستی دی.

په دې سیالۍ کې راشد خان ۵ ویکټونه واخیستل چې د هغو له منځه یې ۴ په څلورو بر له بسې توپونو واخیستل. محمد نبي بیا په ۳۶ توپونو ۸۱ منډې وکړې.