د خوست ورزشي خبریالانو په ابتکار پلان شوی لوبلړ دوام لري

بهار سمسور
د (“زما ښار” میډیا کرکټ لیګ) په دوام میډیا سټارز لوبډلې له میډیا چلنجرز سره سیالي درلوده.
میډیا سټارز لومړۍ توپوهنه وکړه چې بیټسمینان یې د مخالفې لوبډلې د بالرانو پر وړاندې ښه و نه ځلیدل، دوی په ۱۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۸۶ منډو هدف کېښود.
صبغت الله عاطف څلور، ارشاد باور دوه، سلیمان سراج دوه، منیر بهار او رحمان ګهیځ بیا یوه، یوه ویکټ واخیسته.
په دوهمه پاڼۍ کې د میډیا چلنجرز لپاره رحیم عادل او لوبډلمشر بهار سمسور لوبډلې ته ښه پیل ورکړ، او هدف ته رسیدل یې یقیني کړل، د سمسور له رن اوټېدو وروسته سراج د رحیم عادل ملکرتیا وکړه او لوبه یې په نهم اور کې د میډیا چلنجرز لوبډلې په کټه پای ته ورسوله.
صبغت الله عاطف د څلورو ویکټو او یوه کیچ په اخېستو غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا د میډیا چلنجرز لوبډلې پرلپسې دوهمه بریا او د میډیا سټارز لپاره دوهمه ماتې حساب شوه.
دغه لوبې چې د خوست ورزشي خبریالانو په ابتکار پلان شوی او خوست ښاروالي یې مالي ملاتړ کوي.
د رسنیو کارمندانو ترمنځ ښه همغږي او د پاک ښار ساتلو لپاره عامه پوهاوی ددغو لوبو عمده موخه ښودل شوې.
ټاکل شوې ددغو لوبو په دوام نن ماسپښین میډیا کېنګز د میډیا اتلانو پر وړاندې سیالي ترسره کړي.