د کندهار ورزشي خبریالان ورزش ته د ودې او د ښه فعالیت په خاطر وستایل شول

فضل الله فضلي

عبدالله عادل، محمودخان منندوی او فضل الله فضلي د افغانستان د ورزشي خبریالانو د ملي فدراسیون غړي دي چې نن د دوو ورزشي فدراسیونونو لخوا وستایل سوه.

د اتلاتیک (ځغاستې) فدراسیون او د فوټبال فدراسیون مشرانو په ورزش کې د نمو په خاطر د د دوی هلې ځلې او خبریالي وستایله او ترڅنګ یې معنوي ډالۍ هم ورکړې.

ورزشي خبریالان د هیواد ورزش ته پرمختګ ورکوي او لامل یې دا دی، چي په اوس وخت کې د ورزش مینوال ډېر سوي او ورزش ته یې مخه کړې، چي په زیاته کچه ځوانان او ماشومان له خرابو لارو راګرځول سوي.

باید ووایو چې محمودخان منندوی په تېر کال کي د افغانستان په سطحه د ښې ورزشي خبریالۍ ایوارډ هم ترلاسه کړی وو.

د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې اوس ورزش او په ټوله کې د کرکټ لوبه عامه شوې ده چې له بېلابېلو محلي لوبډلو پیاوړي او غوره لوبغاړي ورو، ورو مخته تګ کوي او لامل یې همدا بلل کیږي چې ورزشي خبریالان یې نامتو کوي.