افغان لوبډله نن له پاکستان سره لوبه کوي

افغان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په ۳۶مه لوبه کې نن له پاکستان سره مخ کېږي. ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه د کابل پر وخت نن ماسپښین دوه بجې پېل شي.

افغان لوبډلې په نړیوال جام کې اووه لوبې کړي او ټولې یې بایللي او اوس په جدول کې وروستۍ ده؛ خو پاکستان لوبډلې له اوو لوبو څخه درې ګټلي، درې یې بایللي او یوه یې د باران له امله مساوي شوه، او اوس د جدول په شپږم مقام کې ځای لري.

افغانستان له پاکستان سره درې یو ورځینۍ نړیوالې لوبې کړي او درې واړه پاکستان ګټلي.

د نړیوال جام له پېل وړاندې دواړو لوبډلو په خپلو کې سره یوه تمریناتي لوبه وکړه، چې هغه لوبه افغان لوبډلې په درې ویکټو وګټله.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ټولو لوبډلو په بایللو سره د افغان کرکټ د زیات شمېر مینه والو زړونه مات کړل او د کرکټ له یو شمېر مبصرینو او مینه والو د سختو غبرګونو سره مخ شول.