افغان لوبډله د پاکستان په وړاندې لوبیږي

ــ تاند

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له يرلنډ وروسته د پاکستان په وړاندې ميدان ته کښته کيږي. دا سیالۍ د روان میلادي کال د یو ورځنېو سیالېو نړیوال جام څخه دمخه ترسره کیږي.

افغان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د آل رونډر لوبغاړي ګلبدین نائب تر مشرۍ لاندې په سکاټلند کې ده او ټاکل شوې چې له یاد جام څخه به د ایرلنډ، انګلنډ او پاکستان په وړاندې په تمریناتي سیالېو کې ولوبیږي.
د کرکټ نړیواله شورا یا آی سي سي وايي چې دا به لومړي ځل وي چې د نړیوال جام ټولې تمریني لوبې پر تلویزون په ژوندۍ بڼه خپريږي.
د روان میلادي کال په نړیوال جام سیالېو کې ټول ټال د لوبو په لړ کې ١٠ تمریني لوبې ترسره کيږي، په دغه لړۍ کې افغان لوبډله هم لوبې لري، چې خپله لومړنۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې د راتلونکي جمعې په ورځ تر سره کړي او دوهمه لوبه به د انګلنډ پر وړاندي دوشنبې په ورځ ترسره کړي.
د افغان لوبډلې د پاکستان خلاف لوبه په داسې مهال کې ترسره کیږي، چې انګلنډ د پاکستان په وړاندې په دې څو ورځو کې د یو ورځنېو سیالېو له لړۍ ۳ سیالۍ وکړې او په دې ۳ سیالېو کې یې پاکستان ته ماتې ورکړې. اوسمهال د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلنډ له خوا تر سخت فشار لاندې ده او هېڅ پرمختګ ته نه ده پریښودل شوې.