ویسټ انډیز افغانستان ګواښوي، خو بنګله دېش ته یې ملا ماته ده

نصرت الله عمرزی

د بنګله دېش، ویسټ انډیز او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اخیز سیریز پا لوبې بنګله دېش او ویسټ انډیز لوبډلې وتلې وې. په دې سیالېو کې د ویسټ انډیز لوبډلې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره سیالې لوبډلې په ۲۴ اورونو کې ۱۵۲ منډې کړې وې، چې اورښت او لوبه وځنډیده.

له اورښت له ودرېدو وروسته بنګله دېش لوبډلې ته توپوهنه ورکړل شوه او ۲۴ اورونو کې ورته د ۲۱۰ منډو هدف ورکړل شو.

دوی د پنځو لوبغاړو په زیان سره ۲۳م اور کې هدف ته ځان ورساوه او د درې اړخیز سیریز اتلولي یې ترلاسه کړه.

ویسټ انډیز ته توپوهنه کې شای هوپ ۷۴ او سونیل امبریس ۶۹ منډې وکړې.

بنګله دېش ته سومیا سرکار ۶۶ او ورستیو کې موسادیک هوسین ۵۲ چټکې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په دې سیالیو کې بنګله دېش او ویسټ انډیز درې ځلې سره مخ شوې او درې واړه لوبې بنګله دېش لوبډلې وګټلې.

بنګله دېش او ویسټ انډيز د نړۍ له لسو پیاوړو لوبډلو شمېرل کیږي چې په لوبډلو کې نوموتي او پیاوړي لوبغاړي لري.