حساساتي اتلان

منور اندیال

د نړۍ په ګوټ ګوټ ګرځېدلي، با شخصیته، لوړ او اتلان لوبغاړي چې د احساساتي عوامو، غریبکاره مسافرو د نامناسبو احساساتو په مقابل کې دومره نامناسب او غیر اخلاقي برخورد کوي؛ د هغه احساساتي ځوان خو اصلاً ګیله نه ده په کار او چې نور هیڅ نه وي، د دومره پوخ عمره بې سواده سړی هم داسې کار نه کوي، د دوی له دومره شدید ضدید څخه دا جوتېږي، چې که دوی د یوه عادي وګړي په مقابل کې داسې ضد کولای شي او ځان پسې ګواښوي، خامخا یې په لوبډله کې هم کوي، هر ټیم چې دومره خرابې لوبې کړې، مینوالو یې غبرګون ښوولی او د ډېرو خو یې موږ شاهدان یو، چې ګذارونه پرې شوي، اما هغوی حوصله کړې او د هغوی حالت یې درک کړی.

د افغانستان د کرکټ ټیم چې هرڅوک لوبېږي دا د همدې ملت استازیتوب کوي، دا ټیم او دا استازیتوب نه د نبي په ټېکه دی، نه د راشد او نه هم د نورو لوبغاړو، چې دوی هرډول غواړي هغسې مخکې لاړ شي، دلته چې څوک لوبېږي هغه باید د خپل مسؤلیت ترڅنګ دا هم درک کړي، چې دوی د خپل کورنۍ، پلار، ورور او یا کلي لپاره نه لوبېږي، چې نور څوک پکې کار ونه لري، دوی د افغانستان هر وګړي ته مسؤل دي او څوک چې یې ښه نشي ترسره کولای هغه باید څنګ ته شي.

دوی د خپلو ټولو هڅو، تکلیفونو او نورو په مقابل کې د همدې افغان ملت کافي امکانات اخلي، دوی لکه څرنګه چې د افغانستان د سرحد یو سرتېری دنده ترسره کوي، همغسې یې باید دوی ترسره کړي، څنګه چې موږ له خپلو مشرانو کومه تمه لرو یا کار ترې غواړو، ښه یې غواړو، همداسې دوی هم موږ ته مسؤل دي.

اوس که ولسمشر هم د افغانستان سم استازیتوب ونه کړي، امکان لري، افغانان ورته غوسه شي او کوم احساساتي ځوان تر دې هم بد الفاظ ورته وکاروي، خو دا باید وزغمل شي.

له اتلانو خو هیڅ هم د داسې یوه نامناسبې رویې تمه نه کېږي، اتلانو چې هروخت ویاړونه راوړي، ټول افغانان ورته په مخه کې د ګلانو سره ولاړ وي، پنځه وخته لمونځونو کې دعا ورته کوي او هغو سره مینه ښيي، خو د یوه دلیل لپاره ددې د یوه ځوان احساسات نه شي زغملی.