د زمبابوې په شمول درې اړخیز سیریز په سپتمبر کې کیږي

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په راتلونکې اګسټ میاشت کې شل اوریز درې اړخیز سیریز ترسره کیږي.

په جولايي مياشت کې د کرېکټ نړيوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ د بشپړ غړيتوب لغوه کېدو پريکړه کړې وه او پر دوی يې بشپړه مالي بوديجه هم ځنډولې وه چې له کبله يې په سپتمبر مياشت کې له کېدونکي درې اړخيزه سيريز څخه هم بهر شوې وه.

اوس یادې شورا د افغانستان او بنګلديش لوبډلو ترمنځ د يوازينۍ ټيسټ سيالۍ او د ياد درې اړخيزه سيريز مهالويش په ډاګه کړ چې په کې زمبابوې لوبډله هم شامله ده.

درې اړخيزه سيريز د بنګله دېش په کوربه توب د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پېلیږي او تر ۲۶مې به دوام وکړي.

ټاکل شوې له یاد سیریز وړاندې افغان لوبډله له بنګله دېش سره یواځینۍ ټېسټ لوبه هم ترسره کړي، چې د سپتمبر په ۵مه پېلیږي او تر ۹مې به دوام وکړي.