د کرکټ او فوټبال ډګر

محمود خان منندوی

د اسیا د 19 کلنو په کریکټ جام کې افغانستان کویټ ته په 7 ویکیټو ماته ورکړه.
له دې وړاندې یې لومړۍ لوبه کي پاکستان ته په 85 منډو ماته ورکړې وه.
د دوشنبې په ورځ افغانستان د هند سره لوبیږي.

هالنډ جرمني ته په لومړي ځل د جرمني په هیواد کي 4 ګولونه ورکړل.

برازیل د کلمبیا سره دوستانه لوبه 2-2 مساوي کړه.

نیمار او کاسمیرو د برازیل او میوریل (2) د کلمبیا له پاره ګولونه ولګول.

ابامیانګ د ارسنال د اګسټ میاشتي غوره لوبغاړی انتخاب شو.

پرون شپه بیلیجم او سان مارینو په داسي حال کي سره ولوبیدل، چي بیلیم د فیفا په درجه بندۍ کي لومړی او سان مارینو اخیري مقام لري.

رسمي:  د ریال ماډریډ، بارسلونا، چیلسي او اینټر میلان پخواني کامروني لوبغاړي سامویل ایټو د فوټبال سره په 38 کلنۍ کي مخه ښه وکړه.

718 لوبي | 359 ګولونه | 116 د ګول پاسونه | 22 جامونه

کریسټیانو رونالډو د نایک کمپنۍ سره سپانسرونکی قرارداد تر 2026م کال پوري امضاء کړی او د دې کمپنۍ څخه به رونالډو 162 میلیونه یورو عاید ولري.

د دې ترڅنګ که رونالډو هره فردي جایزه ترلاسه کوي، نو 4 میلیونه یورو به د انعام په توګه ورکول کېږي.

ولز د یورو کپ په غوراوي پړاو کي 2-1 اذربایجان ته ماته ورکړه.

د ولز له پاره یو ګول ګریټ بیل او یو ګول پاول په غلطۍ سره خپل پر لوبډله اذربایجان ولګاوه.
د اذربایجان ګول بیا مهیر ولګاوه.