روسټي ترن د امریکا متحده ایالتونو په ملي لوبډله کې شامل شو

خبریال: سید ادریس ولي زاده
د جنوبي افریقا ملي لوبډلې پخوانی فسټ بالر روسټي ترن د امریکا متحده ایالتونو په ملي لوبډله کې شامل شو.

۳۴ کلن روسټي ترن له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې د جنوبي افریقا په ګټه څلور یو ورځنۍ او نهه شل اورېزې لوبې کړي، چې په دواړو فارمټونو کې ۲۴ ویکېټې اخیستې دي.

د روسټي اصلي نوم جوان دی، خو په روسټي مشهور دی، چې د نړۍ په مشهورو لیګونو کې هم لوبیدلی دی.

روسټي په ښي لاس توپ اچونه کوي، چې د وریرز، کینګز ایلیون پنجاب، ډکن چارجزر، سوسېکس، جمیکا تلواس او د راجستان رویلز په لوبډله کې لوبیدلی دی.

د متحده ایالتونو لوبډله راتلونکې کې د پاپو نیو ګینیا سره لوبه کوي، چې روسټي ترن هم په دغه لوبه کې لوبیږي.

روسټي ترن اوس د امریکا په واشنګټن کې د کرکټ په یوې ځایي روزنځاي( کلب) کې بوخت دی.