لنډ ورزشي خبرونه

 محمود خان منندوی

پرټګال د یورو کپ په غوراوي پړاو کې 4-2 صربیا ته ماته ورکړه.

د پرټګال ګولونه: ویلیام، ګویډیس، کریسټیانو رونالډو او برنارډو سیلوا.
د صربیا ګولونه: میلینکوویچ او میټروویچ

فرانسې د یورو کپ په غوراوي پړاو کې 4-1 البانیا ته ماته ورکړه.

د فرانسې ګولونه: کینګزلي کومان (2)، ژیرو او ایکون
د البانیا ګولونه: سوکول (2)

له هغه راهیسي د نیمار کارنامه، چې د پاریس سېنټ جرمن سره یو ځای شوی دی.

وړمه شپه ډنیل مالین د هالنډ د ملي لوبډلې لپاره په داسې حال کې خپل لومړی ګول ولګاوه، چې عمر یي 20 کاله او 230 ورځي وو. په دې سره هغه تر رایان بابل وروسته ځوان لوبغاړی شو، چي د هالنډ لپاره یي خپل لومړۍ لوبه کي ګول ولګاوه.

محمد نبي رسمآ له ټېسټ لوبو خپله استعفا اعلان کړه، د افغانستان مخکښ الراونډر محمد نبي عیسی خېل له ټېسټ لوبو څخه رسمآ خپله استعفا اعلان کړه د نوموړي به د بنګله دېش پر وړاندې روانه يوازېنۍ ټېسټ لوبه وروستۍ ټېسټ سیالي وي. د کرکټ ملي لوبډلې دغه مشهوره لوبغاړی ال راونډر محمد نبي عیس خیل اوسمهال د خپل کرکټ تاریخ وروستۍ (ټیسټ) کرکټ لوبه کوي چې دا مهال پکې د بنګله دیش خلاف مصروفه دی.