د شل اوریزو درې اړخیزو سیالېو په لړ کې بنګله دیش په ۴ ويکټو افغانستان ته ماته ورکړه

د شل اوریزو درې اړخیزو سياليو په شپږمه لوبه کې بنګله دیش د ۴ ويکټو په توپير افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بنګله دیش په توپوهونکو کې شکیب الحسن و چې په ۷۰ منډو ناسوځيدلی پاتې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

یادې لوبډلې د پچې په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه چې افغان لوبډلې د ۷ ويکټو په سوځيدو ۱۳۸ منډې جوړې کړې. په افغان توپوهونکو کې حضرت الله ځاځي ۴۷، رحمن الله ګربز۲۹ او شفیق الله شفق ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بنګله دیش لپاره عفیف حسین ښه توپ اچونه ترسره کړه او دوه مهمې ويکټې یې واخیستې.

بنګله دیش که څه هم د هدف پوره کولو لپاره ښه پيل نه درلود، خو د لوبډلمشر شکیب الحسن ښه توپوهنه وه، چې بنګله دیش په نولسم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو هدف پوره کړ.

 

شکیب الحسن په ۷۰ منډو او مصدیق حسین په ۱۹ منډو ناسوځيدلي پاتې شول. دغه راز په افغان توپ اچونکو کې نوین الحق چې دا یې لومړۍ نړیواله شل اوریزه سيالي وه د شلو منډو په ورکولو دوه مهمې ويکټې واخیستې. ورسره راشدخان هم دوه لوبغاړي وسوځول. مجیب الرحمن او کریم جنت بیا یوه ـ یوه ويکټ ترلاسه کړه.

د یادونې ده چې بنګله دیش او افغانستان په ترتیب سره د ۶ او ۴ نومرو په درلودلو سره پایلوبې ته ووتل او زمبابوې له لوبلړۍ بهر شوه.

د دې سیاليو پایلوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۴ مه نېټه د بنګله دیش په پلازمينه ډهاکه کې ترسره شي.