افغان لوبډلې زمبابوې ته ماته ورکړه او نن به د بنګله دېش خلاف ولوبیږي

راپور: عبدالولي عمري

د افغانستان ، بنګله دېش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په درې اړخيزه شل اوريزو سياليو دوهمه لوبه د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د بنګله دېش په ډهاکې ښار شېر بنګله نېشنل لوبغالي کې ترسره شوه.

ددې درې اړخیزي لوبلړۍ پیل افغان لوبډلي وکړ، افغان لوبډلي ته نجیب الله، رحمان الله او محمد نبي په پوره هڅه وکولائ شول چې د ۱۹۸ منډو هدف زمبابوې لوبډلې ته ورکړي.

د افغانستان لپاره د لوبې پیلونکي لوبغاړي رحمان الله ګربز او حضرت ځاځی وو چي دواړو لوبغاړو د ۵۷ منډو ملګرتیا وکړه، حضرت ۱۳، رحمان الله چې د لومړي ځل لپاره په نړیواله شل اوریزه لوبه کې ولوبېد او ۴۳ منډې یې وکړي.

د افغانستان لپاره بهترینه ملګرتیا او ښه توپ وهنه نجیب الله ځدران او محمد نبي وکړه چې په خپله توپ وهنه کې دواړو لوبغاړو لس شپږیزي ترسره کړې، نجیب الله ځدران د ۶ شپږيزو او ۵ څلوريزو پر مټ په ٣٠ توپونو باندې ۶۹ چټکې منډې وکړې او ناسوځېدلی له میدانه ووتی ، محمد نبي بیا په ۱۸ توپونو د ۴ شپږیزو پر مټ ۳۸ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لپاره بیا چیتارا ویلیامس دوې ویکټي تر لاسه کړې، خو تر ټولو ډیرې منډې بیا افغان لوبډلې ته چیتارا ۵۳ او جرویس هم ۵۳ منډي ورکړې.

په دوهم وار توپ هنه کي زمبابوې لوبډلې پوره هڅه کوله، تر څو هدف ته ځان ورسوي خو بریالي نه شول او افغان لوبډلې ورته په ۲۸ منډو ماته ورکړه. افغان توپ اچوونکو هڅه بریالۍ وه، ځکه زمبابوې لوبډله یې پرېنښوده تر څو ټاکلي هدف ته ځان ورسوی. افغان لوبغاړو کې فرید ملک او راشد خان دوې – دوې، ګلبدين او کریم جنت یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه. د زمبابوې لپاره ډیري منډي چکبوا ۴۲ وکړې.

د یادونې ده چې زمبابوې لوبډلې ددې درې اړخیزي لړۍ دوهمه لوبه هم بایلوده او افغان لوبډل به خپله دوهمه لوبه نن مازیګر پنځه بجې له بنګال لوبډلې سره ترسره کوي.