ایرلنډ لوبډلې زمبابوې ته ۳ – ۰ ماته ورکړه

عبدالولي عمري

تېره ورځ د زمبابوې او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې یورځنېو لوبو سیریز پای ته ورسید.

په دې لړۍ کي ایرلنډ لوبډلې درې پرلپسې لوبې له زمبابوې څخه وګټلې، لمړۍ لوبه ایرلنډ په ۴ ویکټو وګټله، دوهمه لوبه بیا ایرینډ په ۵ منډو، او دریمه لوبه یې بیا په ۶ ویکټو ورڅخه وګټله.

یاده دې وي چې ددې دواړو لوبډلو ترمنځ چهارشنبه د درو شل اوریزو لوبو لړۍ پیلیږي.

ایرلنډ او زمبابوې هغه لوبډلې دي چې د کرکټ نړیوالې شورا څخه بشپړ غړیتوب هم لري او دواړه لوبډلې په خپلو لوبډلو کې نامتو او پیاوړي لوبغاړي لري.