تیرکال همدا ورځ افغان کرکټ ملي لوبډلې خپله دوهمه لوبه زمبابوې ته پرېښې وه
عبدالولي عمري
افغان کرکټ ملي لوبډلي د ۲۰۱۹ کال د غوراوي پړاو سیالیو کي خپله دوهمه لوبه زمبابوې ته پرېښې وه، افغان کرکټ ملي لوبډلي د دزمبابوې په کوربتوب لوبه ترسره کړې وه چي په پیل کي زمبابوې ټاس ګټلی وو او خپله یې د توپوهني پرېکړه کړې وه. د زمبابوې لوبغاړو په چټکۍ سره د منډو مخته وړل پیل کړل چي، د ټایلر ۸۹ او د سکندر رضا ۶۰ منډو سره یې په ۴۳ اورونو کي دټول لوبغاړو په سوځیدو سره افغان لوبډلي ته ۱۹۷ هدف ورکړ.
په دې لوبه کې مجیب ځدران او راشد خان درې ، درې او دولت ځدران په کښي دوې ویکټي ترلاسه کړې.
په دوهم پړاو کي افغان لوبډلي یاد هدف ته درسیدو لپاره پر ځان ډاډ څرګند کړ، او کوښښ یې وکړ چي ټاکلي هدف ته ځان ورسوي خو په افغان لوبغاړو کي رحمت شاه په ۶۹ او محمد نبي عسی خیل ۵۱ منډو جوړولو سره په ۴۹،۳اورونو کي هدف ته ځان ونه رسوی او د هدف په پوره کولو کي پاته راغله. د یادوني وړ ده چي افغان لوبغاړو دغوراوي لومړۍ لوبه سکاټلینډ ته پرېښې وه.
په لوبه کي غوره لوبغاړی سکندر رضا ټاکل شوی وو، چي په لوبه کي یې ۶۰ منډي وکړې او ۳ ویکټي یې تر لاسه کړې