د کندهار ښاروالۍ لوبډلې په دوستانه لوبه کې نصرت افغان لوبډلي ته په (۱۰۲) منډو او (۴۸) توپونو ماته ورکړه.

د کندهار ښاروالۍ او نصرت افغان لوبډلو تر منځ (۲۰) اوریزه  سیالۍ پرون (پنجشنبه) ماسبیښین ترسره شوه. ددې سیالۍ ټاس یا پچه ښاروالۍ لوبډلي ګټلی وو او لومړی یې توپ وهنه شروع کړه.
دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورو کي د (۹) لوبغاړو په سوزیدو د (۱۹۳) منډې هدف سیالۍ لوبډلې ته په واک کې ورکړ.
د ښاروالې توپ وهونکو فریداحمد شریفي ( ۴۴ ) حمیدالله ( ۲۸ ) او محمدطاهر ( ۲۰ ) منډي وکړي.

نصرت افغان لوبډلي په ( ۱۲ ) اوره کي د ټولو لوبغاړو به سوزیدو ایله ( ۹۰ ) منډې وکړې.
د ښاروالښ توپ اچونکو له لورې عبدالنافع او حمید خان دوه دوه، نصیب الله او متین یو یو لوبغاړي وسوځول.
د لوبي غوره لوبغاړي هم حمید خان وټاکل شو.