راپور: رحمان
سویلي افریقایي الاصله اسټرالوي لوبغاړي اف سپنر یوهان بوتا په ناڅاپي توګه له هرقسم کرکټ سره مخه ښه او استعفا یې ورکړه.
یوهان بوتا اوسمهال د اسټرالیا په روانو بیګ باش سیالیو کې د هوبارټ هریکنز لوبډلې په ګټه لوبیده او دغه سیالۍ یی د بشپړې روغتیا نه لرلو له کبله سمدلاسه پریښې دي.
د یادونې وړ ده چی یوهان بوتا په ۲۰۱۶ کال کې د اسټرالیا تابیعت اخیستی دی، خو له ۲۰۰۵ کال تر ۲۰۱۲ کال پورې یئ د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په ۷۸ پنځوس اوریزه او ۴۰ نړیوالی شل اوریزه لوبی ترسره کړي دي او هم یی په ۲۱ نړیوالو سیالیو کې د سویلی افریقی کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب هم کړی دی.
دغه اف سپنر د هوبارټ هریکنز لوبډلې په ګټه د لوبیدو وړاندی د راشد خان لوبډلې ایډلیډ سټرایکرز او هم له سیډني سیکسرز لوبډلې په ګټه سیالۍ کړي دي.