د کرکټ څلورو ستورو له سیالېو سر مخه ښه وکړه

بهار سمسور

تېره اونۍ د پاکستان دوه غښتلو لوبغاړو محمد عامر او وهاب ریاض د کریکټ لوبې ټېسټ (ازمایښتي) برخې ته استعفآ وړاندې کړه، محمد عامر او وهاب ریاض دواړه د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې چپ لاسي چټک توپ اچونکي دي، چې نور به په پنځه ورځنیو لوبو کې شتون ونه لري، خو په شل اوریزه او یو ورځینیو لوبو کې به ولوبیږي.

دریم هم د  سهیلي افریقا پیاوړی ښی لاسی چټک توپ اچونکی ډیل سټېن هم نور نه غواړي،چې ټېسټ کریکټ ته دوام ورکړي، هغه ویلي؛ غواړي زیات وخت په یو ورځنیو او هم شل اوریزه لوبو کې ولوبیږي، سټېن پرون له ټېسټ کریکټ سره مخه ښه وکړه.

څلورم هم د نیوزیلنډ پخوانی بریدګر توپ وهونکی او پخوانی لوبډلمشر برین مکلم دی، نوموړي لا له وړاندې نړیوال کریکټ ته استعفأ کړې، خو له تجارتي لوبو سره هم مخه ښه وکړه.

مکلم چې دا وخت په نړیوال کاناډايي تجارتي لیګ کې بوخت دی ویلي؛ نور نه غواړي د لوبغاړي په صفت کریکټ وکړي.